په خوست کې د ۵۰۰ بې وزلو ناروغانو وړیا درملنه وشوه
د مارچ په ۲۴مه په خوست کې د یو خصوصي روغتیايي بنسټ لخوا په روانو خرابو اقتصادي حالاتو کې د ۵۰۰ بې وزله ناروغانو د وړیا درملنې ۳ ورځنی پروګرام پیل شو. په دې پروګرام کې د ناروغانو د کتنې او لابراتواري معایناتو ترڅنګ درمل هم ورکول کېږي. د پروګرام منتظمین وايي، له دې کاره يې موخه په روانو ناوړو اقتصادي حالاتو کې د ناروغانو لاسنیوی، د هغوی د خپلسرې درملنې په زیانونو پوهول او معیاري درملنې ته يې هڅول شامل دي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې راپور کې: