د خیبر ضلعې په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو بريد په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوې دي.
د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې پېښه د نومبر پر شپږمه د تیرا په بوټان شریف سيمه کې شوې چې پکې یو ماشوم د پېښې په ځای کې وژل شوی او بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.
ژوبل ماشومان د پېښور حیات اباد مېډیکل کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي. په روغتون کې د ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي چې پېښه هغه مهال شوې چې کله په سیمه کې د پوځیانو لخوا د هاوان څلور مرمۍ د خلکو پر کورونو وتوغول شوې، چې له ښوونځي څخه کور ته روانو ماشومانو ته پکې مرګژوبله واوښته او ځينې کورونه هم زيانمن شول.
د باړې سیاسي اتحاد یو مشر هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې دوی به د نومبر پر اتمه د دغه بريد خلاف احتجاج کوي. "ایا په دغو ماشومانو کې څوک وسلوال ول؟ ترهګر پر لاره روان وو چې دوی [پوځ] په نخښه کړل؟ دوی دې موږ ته وښیي چې دغه حمله یې ولې کړې؟ دوی داسې فکر کوي چې له دې سره به خلک ووېرېږي خو موږ نه وېرېږو، خو زه دا وایم چې له دې سره کرکه زیاتېږي. موږ به د دې خلاف احتجاج کوو."
بلخوا د دغه بريد په اړه د سیمې امنیتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د سیمې مشرانو ته ویلي ول چې دوی په تیرا کې د وسلوالو خلاف عملیات کوي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۱مه هم په پير مېله (پير مېنه) سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر يا د هاوان مرمۍ وتوغولې چې په نتيجه کې يې له ۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول. ځينو کسانو هغه ډرون بريد بللی وو خو شواهد يې نه ول وړاندې کړي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د مارټر ګولو د لګېدو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس احتجاجونه هم کړي دي.
خو د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې وايي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.