د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته تلونکي افغانان وايي پر تورخم ورڅخه زرګونه روپۍ اخیستل کېږي


د تورخم له لارې ډېری افغانان د درملنې او نورو کارونو لپاره پېښور او د پاکستان نورو ځایونو ته ځي ـ پخوانی انځور.
د تورخم له لارې ډېری افغانان د درملنې او نورو کارونو لپاره پېښور او د پاکستان نورو ځایونو ته ځي ـ پخوانی انځور.

د تورخم له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان وایي، سفري بندیزونو له سختو کړاونو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په وروستیو کې پېښور ته تللیو یوشمېر افغانانو د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم د خلکو له تګ راتګه کاروبار جوړ شوی او هغه کسان چې ویزې نه لري، د زرګونو روپیو ورکولو په بدل کې پاکستان ته د تګ اجازه ترلاسه کوي.

یو افغان وګړی ذکي الله وایي، یوشمېر ورځې مخکې یې ناروغه مور د درملنې لپاره پېښور لېږدوله خو د ویزې نه لرولو له وجې یې اېجنټ ته ۷۰،۰۰۰ روپۍ ورکړې او بیا یې د تګ اجازه ترلاسه کړه. ''د یو ناروغ سره یو تن پرېږدي خو که یو ماشوم ناروغ وي او مور ورسره پرېږدي نو مور یې نابلده وي او کله پلار ورسره پرېږدي نو ماشوم له موره بغیر وخت نه شي تېرولای. په کار ده چې اساني وي او مور او پلار دواړو ته یې د تګ اجازه ورکړي.''

هغه ویل د پاکستان ویزه لګول هم ګران دي او ورڅخه "اېجنټان پیسې" غواړي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې د تورخم، چمن، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستانونو له لارې قانوني تګ راتګ کولای شي. په دې کې هم اکثر د کورمې او وزیرستانونو لارې تړلې وي.

په پېښور کې د شخصي روغتون مخې ته ولاړ یو افغان تاج محمد وایي، هره شپه سلګونه ناروغان د تورخم له هغې خوا پېښور ته د تګ لپاره ټوله شپه په قطارونو کې انتظار کوي چې له وجې یې ناروغان لا پسې کړېږي.

په تورخم کې د اېمېګرېشن یا د خلکو د تګ راتګ چارو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له ناروغانو څخه د پیسو اخیستو تور رد کړ.

له دې پرته د پاکستان حکومت او په کابل کې د هغه هېواد سفارت هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې خلک یوازې د حکومتي ووبپاڼې له لارې په انلاین بڼه ویزه ترلاسه کولای شي او اېجنټانو ته دې پیسې نه ورکوي.

په تورخم کې د "پاک افغان دوستۍ" روغتون مشر ډاکټر ظفر خان مشال راډیو ته وویل چې پر پوله پاکستان ته د تلونکو مریضانو معاینه کوي او وروسته ورته مخکې د تګ اجازه ورکوي. ''زموږ میډیکل ټیم هلته د ناروغانو معاینه کوي او چې د علاج رېکارډ ورسره وي نو بیا یوازې یو تن ورسره له پاسپورټ او ویزې بغیر پاکستان ته پرېښوول کېږي او د پېښور روغتونونو ته یې لېږدوو.''

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور او د افغانستان د جلال اباد ښارونو ترمېنځ خواوشا ۱۲۰ کېلومیټره واټن دی.

پخوا د دواړو هېوادونو ډېری وګړیو ازاد تګ راتګ کاوه خو د ۲۰۱۶ز کال راهیسې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه لازمي شوي دي. دې کار هغه ګڼ کسان له ستونزو سره مخامخ کړي چې د ویزې او پاسپورټ جوړولو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG