د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان وايي که وفاقي حکومت یې شرطونه پوره کړي نو ورسره به ۲۶م اییني ترمیم ومني


اېمل ولي خان په سوات کې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
اېمل ولي خان په سوات کې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، د پاکستان د ایین ۲۶م ترمیم به په هغه صورت کې مني چې وفاقي حکومت یې شرطونه ومني.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي وياند احسان الله د سېپټېمبر په ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې اېمل ولي خان د ګوند د مشورتي کمېټې په غونډه کې وویل چې وفاقي حکومت دې د خیبر پښتونخوا له نومه د "خیبر" کلمه لیرې کړي، د اییني څوکیو لرونکو چارواکو کاري موده دې نه غځوي او د سیاستوالانو مقدمې دې په پوځي عدالتونو کې نه چلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د پاکستان واکمن اېتلاف په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم مسوده پارلېمان ته وړاندې کړي.

داسې ویل کېدل چې حکومت غواړي چې د پاکستان د سپریم کورټ او های کورټونو د قاضیانو د دندو او نورو چارو لپاره د اییني بدلونونو قانوني مسوده قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته وړاندې کړي خو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مخالفو ګوندونو استازو د قامي اسمبلۍ په غونډه کې په ویناګانو کې هغه بدلونونه د قاضیانو پر واک ګوزار وبلل.

د عوامي نیشنل ګوند احسان الله وویل، که هغه اییني بدلون د شخصي ازادۍ، بنیادي حقونو، جمهوري اصولو او د صوبو له خپلواکۍ سره په ټکر کې وي نو اېمل ولي خان به یې مخالفت کوي.

ده زیاته کړه چې د عوامي نیشنل ګوند مشر هوډ ښوولی چې یوازې د هغه اییني بدلون ملاتړ کوي چې پکې د ولس او هېواد ګټه وي.

د پاکستان حکومت لا د اېمل ولي خان د څرګندونو او شرطونو په اړه څه نه دي ویلي خو د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ په قامي اسمبلۍ کې هوډ وښود چې د ټولو ګوندونو د باور تر تر لاسه کولو وروسته به مسوده د پارلېمان دواړو جرګو ته وړاندې کړي.

د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د خورا لوی اکثریت ضرورت وي او همدا لامل دی چې اېتلافي حکومت به د ډېرو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا ولري.

په ۲۰۱۰ز کال کې د پیپلز ګوند په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت، چې عوامي نیشنل ګوند هم پکې شامل وو، د هېواد په اساسي قانون کې ۱۸م بدلون کړی وو چې له مخې یې د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې مختصراً صوبه سرحد بلل کېده، نوم خیبر پښتونخوا ته اړول شوی وو.

XS
SM
MD
LG