د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند اېمل ولي خان خپل مرکزي مشر منتخب کړی دی


اېمل ولي خان په سوات کې د ګوند پلویانو غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
اېمل ولي خان په سوات کې د ګوند پلویانو غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي شورا د ګوندي انتخاباتو له لارې اېمل ولي خان مرکزي مشر ټاکلی دی.

د مې پر پینځمه د پېښور په باچا خان مرکز کې د مرکزي شورا غونډه وشوه چې پکې دا پرېکړه هم وشوه چې اسفندیار ولي خان به د ګوند د تحریک مشر وي.

پخواني اعلاوزیر او د ګوند پخواني صوبايي مشر امیر حیدر خان هوتي سېنېټر اېمل ولي خان د مرکزي مشرتابه څوکۍ ته نومولی وو چې د مرکزي شورا ټولو غړو ورته رایه ورکړه.

شورا داراز، سېنېټر داوود خان د مرکزي مشر مرستیال او ډاکتر محمد سلیم خان د عمومي منشي (جنرل سېکرټر) په توګه منتخب کړل.

د انتخاباتو د نتیجو له مخې د اسلام اباد څانګې مشرۍ څوکۍ جواد خټک ګټلې او مرستیاله به یې عفت کلثوم خټک وي.

له دې پرته شورا په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، سیند او پنجاب کې د ګوند د ښځو د څانګو صوبايي مرستیالانې هم منتخبې کړې دي.

اېمل ولې خان تر دې مخکې د ګوند صوبايي مشر وو او د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو لپاره یې د کیمپېن مشري هم کړې وه خو زیاتره نوماندانو یې څوکۍ ترلاسه نه کړای شوې.

نوموړي تر دې وروسته په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ تورونه پورې کړل چې انتخاباتي کمېشن رد کړل او و یې ویل چې ټاکنې بشپړې شفافې او عادلانه وې.

XS
SM
MD
LG