د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند د سکر زندان مرستيال مشر وايي زوی يې د کچې سيمې غلو تښتولی


امنیتي ځواکونو د سيند د کچې سيمې د غلو خلاف عملیاتو ته دوام ورکړی. پخوانی انځور
امنیتي ځواکونو د سيند د کچې سيمې د غلو خلاف عملیاتو ته دوام ورکړی. پخوانی انځور

د پاکستان د سيند صوبې د سکر زندان مرستيال مشر ويلي چې زوی یې د کچې غلو تښتولی دی او ورڅخه د باج غوښتنه کوي.

اسحاق رند د اګست پر ۲۱مه مشال راډ‌يو ته وویل چې ۲۰ کلن زوی جمیل رند يې د اګست پر ۱۰مه د کچې غلو په خیرپور کې له کوره څخه تښتولی وو او اوس د زوی له ټېلېفونه څخه ورته زنګونه وهي چې دوه کروړه (۲۰ مېليونه) روپۍ دې ورکړي.

نوموړي وویل چې غله يې پر زوی د تشدد ويډيوګانې هم ورلېږي. د ده په وینا، له زوی پرته دوه نور هلکان اصف سمو او الله بخش، چې د خیر پور د شاه عبداللطیف بټايي پوهنتون زده کوونکي دي، د کچې غلو د پیسو لپاره تښتولي دي.

د ګوټکي پولیس چارواکي سمير نور د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د غلو پر ضد عمليات روان دي او ډېر ژر به تښتول شوي زده کوونکي راخوشې کړل شي.

نوموړي وویل، پوليسو په تېرو څو مياشتو کې دکچی د غلو پر ضد عمليات پیل کړي دي چې پکې یې ځيني وژلي او ځيني ژوندي نیولي دي نو ځکه اوس د دې سيمې غله د پوليس افسرانو او نورو ځواکونو کورنۍ په نخښه کوي.

د کچې غله څوک دي؟

د "کچې غله" اصطلاح د هغو ډاکوانو او وسلوالو لپاره کارېږي چې د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي. کچه د هغې سیمې نوم دی چې له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو ته پرته ده. هغه سیمه سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لري.

هغه غله او ډاکوان له بېلا بېلو ځایونو څخه خلک تښتوي، خپلې سیمې ته یې انتقالوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

XS
SM
MD
LG