د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: بارانونو او سېلابونو کې ۲۴ کسان وژل شوي دي


په ادم خېل دره کې مرستندویه کارکوونکي تر سېلاب وروسته اغېزمن ځای پاکوي - د جولای ۳۰مې انځور.
په ادم خېل دره کې مرستندویه کارکوونکي تر سېلاب وروسته اغېزمن ځای پاکوي - د جولای ۳۰مې انځور.

چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې په بارانونو او سېلابونو کې د جولای له ۲۸مې څخه د اګست تر لومړۍ پورې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند محمد شهزاد د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، له وژل شویو څخه ۱۲ ماشومان او شپږ ښځې دي.

د هغه په وینا، بارانونو او سېلابونو ۳۲ سکولونه بشپړ ویجاړ کړي او ۷۳ کورونو ته یې جزوي تاوان رسولی دی.

د چارسدې یو اوسېدونکي مرجان علي مشال راډیو ته وویل چې د سوات سیند پر غاړه اباد کلي سېلابونو سخت زیانمن کړي دي او دا وېره شته چې نور کورونه به هم نسکور کړي. "دلته اووه، اته میاشتې مخکې سېلاب راغلی وو، د هغې له وجې هم ګڼ کلي متاثره شوي ول، [اوس] دلته بیا سېلاب راغی چې د خلکو ځمکې یې خرابې کړې دي او اوس خلک د خپلو کورونو نسکورېدو ته اندېښمن دي."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا تر څنګ د پاکستان په نورو برخو کې هم د پشکال بارانونو لړۍ روانه ده چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د جولای پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د کواټ په دره ادم خېلو کې سېلابي اوبه یو کور ته داخلې شوې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي ول.

په عین حال کې پي ډي اېم اې خبرداری ورکړی دی چې د موسمیاتو محکمې له معلوماتو سره سم، د اګست له لومړۍ تر شپږمې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د شړکنده بارانونو امکان دی.

ادارې په مانسهره، کوهستان، چترال، ملاکنډ، کوز او بر دیر، سوات، شانګله، بونېر، بنو، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، اورکزیو، خیبر، مومند، نوښار، صوابۍ او ډېره اسماعیل خان کې د ورښتونو له وجې د سېلابونو امکان ښوولی دی.

پي ډي اېم اې ضلعي انتظامیو او اړوندو ادارو ته ویلي چې احتیاطي تدابیر دې په پام کې ونیسي.

خیبرپښتونخوا د اقلیمي بدلون له جدي خطر سره مخامخ ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:00 0:00

سږ کال د مې پر ۲۵مه په څېړنیز راپور کې ویل شوي ول چې د اقلیمي بدلون له وجې په پاکستان کې د پشکال بارانونه د پراخو مالي‌ او ځاني تاوانونو سبب ګرځېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر پشکال وړاندې بارانونو تر۱۴۰ زیات کسان ووژل او پراخ مالي تاوانونه یې واړول. له تېرو څو کلونو راهیسې د پشکال بارانونو په پاکستان کې، په ځانګړې توګه، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او زېربنا ته د زیان لامل هم کېږي.

XS
SM
MD
LG