د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ځانمرګې حمله کې ۸ کسان ژوبل شوي


دا ځانمرګې حمله په حیات اباد کې شوې ده.
دا ځانمرګې حمله په حیات اباد کې شوې ده.

په پېښور کې د اېف سي ځواک یوه ګاډي ته نږدې ځانمرګې حمله شوې چې پکې لږ تر لږه اته کسان ژوبل شوي دي.

پولیسو تایید کړې چې د اېف سي یو ګاډی د حیات اباد په شپږم فیز کې د اېف سي کلا نه د جولای پر ۱۸مه مازیګر مهال راووت او د ښار په لوري روان وو چې د فېز۲ سره نږدې په نخښه کړل شو. عیني شاهدان د یوې درنې چاودنې خبره کوي چې اورېدلې یې ده.

یو عیني شاهد حاکم خان مشال راډیو ته وویل: "موږ دلته نږدې اوسېږو، د خپل کور په ته خانه کې ناست وو چې د چاودنې زورور غږ مو واورېدلو. چې دلته بهر راووتلو، پېښه شوې وه. پوځ او پولیس رارسیدلي وو، ما د خودکش ګاډی ولیدلو چې مکمل تباه شوی وو. هغه دی مخامخ پروت دی."

نوموړي دا هم وویل چې چاودنې د شاخوا کورونو او رسټورانټ شیشو ته هم تاوان رسولی او د هغه په وینا ځیني کسان یې هلته هم معمولي ژوبل کړي دی. ده وویل، زخمیان یې په خپلو سترګو په ژوبل حالت کې لیدلي دي.

د خیبر پښتونخوا د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې ویاند بلال فیضي له چاودنې وروسته مشال راډیو ته وویل، په دې پېښه کې اته کسان ژوبل شوي چې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو ځینو سرچینو د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې ځانمرګی بریدګر په ګاډي کې وو او د اېف سي ځواک د ګاډي سره یې خپل ګاډی جنګولی دی. خو جیو نیوز ته د پېښور کېنټ پولیسو مشر وقاص رفیق ویلي چې حمله ځانمرګې وه.

پولیسو له پېښې وروسته سیمه تر څه وخته پورې یې کلابنده کړې وه او د رسنیو استازو ته یې هم په نخښه شوي ګاډي ته د نږدې ورتلو اجازه نه ورکوله. عیني شاهدان وايي، د چاودنې له امله د اېف سي ګاډي په بشپړ ډول تباه شوی او د سړک پر غاړه یو رسټورانټ ته یې هم جزوي تاوان وراړولی دی.

حیات اباد د پېښور د هستوګنې سیمه ده چې پکې د پولیسو او اېف سي څوکۍ، روغتونونه او دولتي دفترونه موقعیت لري.

تر دې دمه چا د برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

XS
SM
MD
LG