د خیبر ضلعې په جمرود کې د نجونو له ثانوي یا های سکول سره نېږدې چاودنه شوې ده.
د پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نومبر پر دویمه شپې ناوخته د جمرود مدوخېلو له ښوونځي سره نېږدې شوې ده چې پکې د سکول وره ته زیان اوښتی دی.
دی زیاتوي چې پولیسو تر پېښې وروسته د جمرود تاڼې په حدودو کې امنیت سخت کړی دی.
د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.
په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په قبایلي ضلعو کې د سلګونو ښوونځیو پر ودانیو بمي حملې شوې دي او څو میاشتې مخکې د خیبر ضلعې د شخصي ښوونځيو مالکانو وویل چې وسلوال ورڅخه په ټېلېفون باج غواړي او د نه ورکولو په صورت کې ورته د سکولونو تړلو ګواښونه کوي.
د شخصي سکولونو د مالکانو تر دې څرګندونو څو ورځې مخکې د جون پر څلورمه په لواړګي (لنډي کوتل) کې د یو شخصي سکول دروازه په بارودو الوځول شوې وه.
تر دې یوه میاشت مخکې، په مې کې د شمالي وزیرستان په شوه کې وسلوالو د نجونو یو شخصي ابتدايي ښوونځي ته بم ايښی وو چې چاودنې یې د سکول وداني سخته زیانمنه کړې وه.
تر هغې وروسته د سکولونو زده کوونکو، استادانو او ځايي خلکو د پېښې پرضد احتجاجي لاریون وکړ او له حکومته یې د ښوونځیو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف چارواکو ته امر وکړ چې هغه سکول دې په سرکاري مصرف بیا ورغوي.