د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیپلز ګوند مخکښ فیصل کریم کونډي د خیبر پښتونخوا د ګورنر په توګه لوړه کړې ده


د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي په ۲۰۰۸ز کال کې د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر ټاکل شوی وو ـ انځور له ارشیفه.
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي په ۲۰۰۸ز کال کې د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر ټاکل شوی وو ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ سیاستوال فیصل کریم کونډي د خیبر پښتونخوا د ۴۰م ګورنر په توګه لوړه کړې ده.

د پېښور های کورټ مشر قاضي اشتیاق ابراهیم د ګورنر په ماڼۍ کې نوموړي ته سوګند ورکړ.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري کونډی د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال غلام علي پر ځای د صوبې نوی ګورنر وټاکه.

دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ او یوشمېر نورو ګوندونو د فبرورۍ اتمې تر عامو انتخاباتو وروسته په وفاق او بلوچستان کې د ګډو حکومتونو جوړولو او داراز، په خپل مینځ کې د یوشمېر لوړپوړو څوکیو د وېشلو موافقه کړې وه. پیپلز ګوند البته په وفاقي حکومت کې وزارتونه نه دي اخیستي.

د کونډي لوړې په مراسمو کې د پيپلز ګوند غړو، د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی، د مسلم لیګ (ن) او د نورو ګوندونو غړو ګډون کړی وو خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور نه وو ورغلی.

د ډېره اسماعیل خان اوسېدونکی فیصل کریم کونډی په ۲۰۰۸ز کال کې د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو او پر هم هغه کال د قامي اسمبلۍ مرستیال سپيکر شوی وو. نوموړی تر دې وړاندې د پيپلز ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرټر هم پاتی شوی دی.

د پاکستان په صوبو کې ګورنر د دولت یا د ریاست او د وفاق د استازي په توګه دنده ترسره کوي او له انتظامي پلوه زیات واک نه لري.

XS
SM
MD
LG