د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې سلګونه افغانانو د طالبانو واکمنۍ دويمه کليزه د تورې ورځې په توګه لمانځلې


د اګست پر ۱۵مه،‌افغانان په اسلام اباد کې د مظاهرې په حال کې.
د اګست پر ۱۵مه،‌افغانان په اسلام اباد کې د مظاهرې په حال کې.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په سلګونو افغانانو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دويمه کليزه د تورې ورځې په توګه لمانځلې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت ونيوه. د دوی د واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانيو افغان سرتېرو د شکنجې او وژنو پېښې شوې دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو او ښځو په ګډون پر خبریالانو او رسنيو هم بنديزونه لګولي دي او د روان کال د اګست تر ۱۵مې پورې یې لږترلږه ۱۰ خبریالان په بند کې ساتلي ول.

لسګونو افغانانو د اګست پر ۱۵مه، په اسلام اباد کې د مظاهرې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت باید په رسمیت و نه پېژني. د مظاهرې ډېری ګډونوالې ښځې وې او دوی د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډې شوې وې.

افغانستان د مېرمنو لپاره په یو زندان بدل شوی دی.
فرشته رامين

مظاهرچیانو د طالبانو ضد او بشري حقونو د ملاتړ شعارونه ورکړل، هغوی په لاسونو سور رنګ وهلی وو او ويل یې چې د طالبانو لاسونه د افغانانو په وينو سره دي. دوی پر نړيوالو غږ وکړو چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو سرغړونو ته پام وکړي او د ښځو حقونه خوندي وساتي.

یوشمېر مظاهرچيانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو سخت بنديزونه ولګوي.

د مظاهرې یوې منتظمې، فرشتې رامين مشال راډیو ته وویل، "د خفګان ځای دی چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو تنظیمونه د افغانانو غږ نه اوري. په افغانستان کې دوه کاله کېږي چې نجونه او ښځې له تعلیم او روزګاره منع شوې دي. افغانستان د مېرمنو لپاره په یو زندان بدل شوی دی."

په امريکا، جرمني، سويډن، فرانسې، اسټراليا، برتانیا، هند، بېلجيم، هالينډ، اېټاليا، سوېټزرلینډ، ناروې او ځينو نورو هېوادونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

په هغو مظاهرو کې ګډونوالو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې دې جدي ونیسي، د بشري مرستو په نامه دې ورته پیسې نه ورکوي او سفري بندیزونه دې پرې ولګوي.

په همدې حال کې طالبانو د اګست پر ۱۵مه په کابل کې د خپلې واکمنۍ دويمه کليزه د يو لړ غونډو په ترڅ کې "د فتحې د ورځې" په توګه لمانځلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي يوې غوندې وويل چې د خپل حکومت پر کړنو وياړي.

هغه ادعا وکړه چې امنیت یې ټینګ کړی او "د شريعت په چوکاټ" کې یې خلکو ته حقونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ هېوادونو یې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو بیا هم بېلابېلو هېوادونو ته سفارتي سفرونه په عادي ډول کوي.

د امريکا دريځ

امريکا وايي د طالبانو له حکومت سره تر هغو پورې اړيکې نه شي عادي کېدای چې هغوی د بشري حقونو له تروړلو لاس نه وي اخیستی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اګست پر ۱۵مه خبريالانو ته وويل چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د اړيکو عادي کول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې څرګند پرمختګ نه وي شوی.

د ځينو خلکو دا فکر چې طالبان له پخوا بدل شوي دي، غلط ختلی.
ملګري ملتونه

بلېنکن وويل چې امريکا او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري.

نوموړي يو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع وکړه. هغه وويل چې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه "ډېره سخته" وه، خو پر ځای ځکه وه چې د امریکا هغه ۲۰ کلنه جګړه باید پای ته رسېدلې وای.

واشنګټن له افغانستانه خپل سرتېري په ۲۰۲۰ز کال کې له طالبانو سره په قطر کې د کړې دوحې موافقې پر بنياد ایستلي ول.

د بشري حقونو یوشمېر ادارو او افغانانو پر امريکا نيوکې کړې چې ځمکنيو واقعیتونو ته له پام بغیر یې خپل سرتېري له افغانستانه وایستل.

طالبانو په بیړه له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو پر مهال په لومړي سر کې ولايتونه او بیا پلازمېنه کابل ونیول. تر هغه وروسته په لسګونو زرو افغانانو د ښه او خوندي ژوند لپاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډه کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بلېنکن تازه څرګندونو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې یوه ورځ مخکې یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د ښځو حقونه د افغانستان کورنۍ موضوع ده او په امریکا پورې اړه نه لري.

د ملګرو ملتونو دريځ

ملګرو ملتونو د اګست د ۱۵مې په مناسبت په يو راپور کې د طالبانو پر حکومت سختې نيوکې کړې دي.

د افغانستان لپاره د دې ادارې ځانګړي دفتر د خپلو کارپوهانو له خوا د بېلابېلو شمېرو، پېښو او څېړنو پر بنسټ په جوړ کړي راپور کې ويلي چې د طالبانو له لوري تر واک وړاندې ژمنو او اوسنيو واقعیتونو ترمینځ خورا زیات توپیر دی. د سازمان په خبره، د طالبانو خبرې او عمل ثابتوي چې د دوی د اصلاح ګومان ناسم وو.

په راپور کې راغلي، "د ځينو خلکو دا فکر چې طالبان بدل شوي دي، غلط ختلی."

په راپور کې ويل شوي چې داسې کره ثبوتونه شته چې د اعدامونو، جبري بې درکیو، په خپل سر نیونو، شکنجو، او ناوړه چلندونو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو سرغړونو، د ګڼو سختدريځه حکمونو، د ښځو پر وړاندې تعصب او له نړيوالو قوانينو ضد کارونو ته دوام ورکړی دی.

د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې تکرار شوی چې طالبان د خپلو کړنو له وجې په نړۍ کې يوازې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو په رسمي توګه داسې پالیسيانې عملي کړې دي چې په منظم ډول له افغانانو د زده کړو او کار حق، د بیان او غونډو ازادي اخلي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو کښلي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د لومړي کال پرتله، د ښځو او نجونو خلاف توپيري چلند نور سخت کړی او تر دې حده یې رسولی چې دا "جنسیتي ځورونې د بشریت خلاف جنایت" ګڼل کېدای شي.

دوی ویلي، طالبانو د خپلو دغو توپيري کارونو په وجه د افغانستان نيمايي نفوس په ټولنه کې د اغېزناکه کردار له ترسره کولو بې برخې کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېر په څېر يو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې ده چې د ښځو او نجونو خلاف کړنې بندې کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د تعليم حاصلولو تر څنګ د افغانستان د اقتصاد، ټولنې، سیاست او نورو برخو کې خپل اغېزناکه کردار ترسره کړي.

په راپور کې زیاته شوې چې طالبان باید افغانستان پر نړیوال کچ منزوي يا يوازې نه کړي بلکې نړيوالو قوانينو ته په پام دې خپلو خلکو ته ټول بشري حقونه ورکړي.

اړوند

XS
SM
MD
LG