د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال احمد شریف چودري: د روان کال له پیل راهیسې په عملیاتو کې ۱۹۳ پوځیان وژل شوي دي


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وویل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وویل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د تېرې یوې میاشت په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پر مهال یې د خیبر په تیرا کې د وسلوالو د مشر "ابوذر، چې د صدام په نوم هم پېژندل کېږي، په ګډون ۹۰" مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

جنرال شریف چودري وویل چې د پاکستان پوځ د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

ده د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې بهرني عناصر وسلوال تمویولوي او په حملو کې لاس لري.

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو فعالیتونو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:17 0:00

د ای اېس پي ار مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې وسلوالو د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې پراخې حملې وکړې.

د پوځ ویاند د هغو بریدونو یادونه وکړه او و یې ول چې امنیتي ځواکونو تر هغې وروسته په ځوابي عملیاتو کې ۲۱ مشکوک وسلوال ووژل.

د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په حملو کې د ۱۴ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵۱ تنه وژل شوي ول.

جنرال احمد شریف چودري وویل چې پوځ پوهېږي چې د بلوچستان په اوسېدونکو کې د "محرومۍ او ریاستي جبر احساس زیات" دی چې "مشخص عناصر ورڅخه د بهرنیو لارښوونو پر اساس ګټه اخلي." نوموړي البته په دې اړه نور وضاحت ور نه کړ.

خو د پاکستان اوسني او پخوانیو حکومتونو هم په بیا بیا ویلي دي چې د بلوچستان د خلکو د محرومیو ختمولو هڅې کوي.

د پاکستان د پوځ مشر او د قول اردو قومندانانو د سېپټېمبر پر درېیمه په غونډه کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر امنیتي وضعیت بحث کړی وو.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې "۵۹ ترهګر بریدونه شوي" چې ورڅخه یې "۲۹ په خیبر پښتونخوا،" "۲۸ په بلوچستان" او "دوه په پنجاب" کې ترسره شوي ول.

راپور وايي چې په هغو حملو کې ټول ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل شوي ول.

د پخواني جنرال فیض حمید قضیه

د پاکستان د پوځ ویاند د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فیض حمید د قضیې په اړه هم څرګندونې وکړې او و یې ویل چې د هغه پر وړاندې د پوځي قوانینو له مخې مقدمه (کورټ مارشل) روانه ده.

جنرال شریف وویل چې هغه لوړپوړی پوځي افسر یې د "کره شواهدو" پر اساس نیولی دی. "که څوک په پوځ کې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي او د ترلاسه کولو لپاره یې کار کوي، نو د پوځ د احتساب نظام ورڅخه پوښتنه کوي او د ثبوتونو له مخې ورته سزا ورکوي."

ده دعوه وکړه چې تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې جنرال حمید تر تقاعد وروسته هم څو ځلې د پوځي قانون سرغړونه کړې ده.

د پوځ ویاند وویل چې د نوموړي زنداني کېدل د دې خبرې ثبوت دی چې پوځ د "سیاسي موخو لپاره د قانون سرغړونې څومره جدي نیسي" او په دې لړ کې د "هر چا پرضد اقدام" کوي.

د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۲مه د جنرال حمید د نیولو خبر ورکړی وو او هغه مهال یې ویلي ول چې هغه یې د سپریم کورټ د امر پر اساس د درغلیو په مقدمه کې ګرفتار کړی دی.

پوځ ویلي ول چې عدالتي پلټنې یې کړې دي چې د ټاپ سېټي په نوم په قضیه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره والی معلوم کړي.

ای اېس پي ار په هغه بیان کې زیاته کړې وه چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته یې د نوموړي پر ضد د پوځي قوانینو له مخې مقدمه یا کورټ مارشل پیل کړی دی.

د پاکستان رسنۍ وايي چې ټاپ سېټي له اسلام اباد سره د استوګنې جدید وړوکی ښار دی. د هغې رهایشي سیمې جوړوونکي معیز احمد خان سپریم کورټ ته درخواست کړی وو چې په ۲۰۱۷ز کال کې د ای اېس ای او رېنجرز ځواک سرتېرو یې پر کور او دفتر د چاپو پر مهال سره زر، الماس او پیسې له ځان سره وړې وې.

د هغه په وینا د جنرال حمید ورور، نجف حمید وروسته د هغه ملاقات له څو پوځي افسرانو سره وکړ، ځینې شیان یې ورته واپس کړل او ژمنه یې وکړه چې پاتې شیان به هم ورکړي.

معیز احمد خان په خپل غوښتنلیک کې دعوه کړې وه چې جنرال فیض حمید په هغه ټول بهیر کې له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې وه.

سپریم کورټ تر دې وروسته د دفاع وزارت ته امر کړی وو چې د پوځ اړوندې ادارې دې د هغو تورونو پلټنې وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د ۲۰۲۳ز کال په مارچ چې رسنیو ته ویلي ول چې د جنرال حمید او د هغه مشر ورور نجف حمید پرضد د درغلیو او له خپل امدنه د زیاتې شتمنۍ لرلو په تړاو پلټنې روانې دي.

د روان کال په مارچ کې د راولپېنډۍ یو عدالت نجف حمید د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره د ښار اډیالې زندان ته ولېږداوه. هغه او نورو تورنو کسانو تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت لپاره درخواستونه هم دایر کړي ول.

جنرال حميد د ۲۰۱۹ز کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز کال تر نومبره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر وو. ترې دې وروسته هغه د ۲۰۲۲ز کال د اګست تر اتمې پورې د پېښور او بیا د بهاولپور قول اردو مشر شو. نوموړی هلته د ۲۰۲۲ز کال تر دیسمبره پورې پاتې شو او د دندې د مودې تر ختمېدو مخکې یې استعفا ورکړه.

XS
SM
MD
LG