د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېس پي ار وايي د پوځ ۳ پخواني افسران یې نیولي دي


د پاکستان یوشمېر پوځيان په اسلام اباد کې د امنیت لپاره ولاړ دي - پخوانی انځور.
د پاکستان یوشمېر پوځيان په اسلام اباد کې د امنیت لپاره ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي د استخباراتي ادارې (ای ايس ای) پخواني مشر جنرال فیض حمید د مقدمې په تړاو یې درې نور پخواني افسران نیولي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۵مه په لنډ بیان کې ویلي دي چې هغه درې پخواني افسران یې د داسې "کړنو پر اساس نیولي چې د پوځي ضابطې خلاف" ول.

بیان وايي چې له "پخوانیو افسرانو او د هغوی له ملګرو څخه د مشخصو سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د بې ثباتۍ زېږولو" په تور "نورې پلټنې روانې" دي.

پوځ له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي. ای اېس پي ار په بیان کې یې د هغو درې افسرانو او د هغوی د ملګرو پېژندګلوي نه ده په ډاګه کړې او دا یې هم نه دي ویلي چې هغوی کله نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پوځ د اګست پر ۱۲مه په بیان کې وویل چې پخوانی جنرال حمید یې نیولی او د هغه پر وړاندې د پوځي قوانینو له مخې مقدمه (کورټ مارشل) روانه ده.

ای اېس پي ار هغه مهال ویلي ول چې حمید یې د درغلیو په مقدمه کې د پاکستان د سپريم کورټ د امر پر اساس نیولی دی.

پوځ ویلي ول چې عدالتي پلټنې یې کړې دي چې د ټاپ سېټي په نوم په قضیه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره والی معلوم کړي.

ای اېس پي ار په هغه بیان کې زیاته کړې وه چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته یې د نوموړي پر ضد د پوځي قوانینو له مخې مقدمه یا کورټ مارشل پیل کړی دی.

د پاکستان رسنۍ وايي چې ټاپ سېټي له اسلام اباد سره د استوګنې جدید وړوکی ښار دی. د هغې رهایشي سیمې جوړوونکي معیز احمد خان سپریم کورټ ته درخواست کړی وو چې په ۲۰۱۷ز کال کې د ای اېس ای او رېنجرز ځواک سرتېرو یې پر کور او دفتر د چاپو پر مهال سره زر، الماس او پیسې له ځان سره وړې وې.

د هغه په وینا د جنرال حمید ورور، نجف حمید وروسته د هغه ملاقات له څو پوځي افسرانو سره وکړ، ځینې شیان یې ورته واپس کړل او ژمنه یې وکړه چې پاتې شیان به هم ورکړي.

معیز احمد خان په خپل غوښتنلیک کې دعوه کړې وه چې جنرال فیض حمید په هغه ټول بهیر کې له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې وه.

سپریم کورټ تر دې وروسته د دفاع وزارت ته امر کړی وو چې د پوځ اړوندې ادارې دې د هغو تورونو پلټنې وکړي.

د ای اېس ای د پخوانی مشر جنرال فيض حميد د ګرفتارۍ اصل وجې څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:56 0:00

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د ۲۰۲۳ز کال په مارچ چې رسنیو ته ویلي ول چې د جنرال حمید او د هغه مشر ورور نجف حمید پرضد د درغلیو او له خپل امدنه د زیاتې شتمنۍ لرلو په تړاو پلټنې روانې دي.

د روان کال په مارچ کې د راولپېنډۍ یو عدالت نجف حمید د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره د ښار اډیالې زندان ته ولېږداوه. هغه او نورو تورنو کسانو تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت لپاره درخواستونه هم دایر کړي ول.

جنرال حميد د ۲۰۱۹ز کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز کال تر نومبره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر وو. ترې دې وروسته هغه د ۲۰۲۲ز کال د اګست تر اتمې پورې د پېښور او بیا د بهاولپور قول اردو مشر شو. نوموړی هلته د ۲۰۲۲ز کال تر دیسمبره پورې پاتې شو او د دندې د مودې تر ختمېدو مخکې یې استعفا ورکړه.

عوامي نیشنل پارټي، مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټي، ملي جمهوری غورځنګ او ځيني نور ګوندونه پر فیض حميد د افغان طالبانو او نورو وسلوالو د ملاتړ تر څنګ په سیاسي چارو کې د مداخلې او د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د ملګرتیا تورونه پورې کوي. خو نوموړي د هغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، البته د پاکستان پوځ په بیا بیا ټینګار کړی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG