د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې پخوانی مشر، ريټايرډ ليفټېننټ جنرال فیض حمید نیولی دی


ليفټېننت جنرال فیضد حميد د ليفټېننټ جنرال نعمان محمود سره - پخوانی انځور
ليفټېننت جنرال فیضد حميد د ليفټېننټ جنرال نعمان محمود سره - پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي د استخباراتي ادارې (ای ايس ای) پخوانی مشر لېفټیننټ جنرال فیض حمید یې نيولی او پر ضد یې د پوځي قوانينو لاندې مقدمه (کورټ مارشل) پيل شوې ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د اګست پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې حميد یې د پاکستان د سپريم کورټ د هغه حکم د عملي کولو په ترڅ کې نیولی چې د نوموړي په اړه یې د درغليوو په مقدمه کې ورکړی وو. پوځ زیاته کړې چې د سپریم کورټ له حکم سره سم یې تفصیلي عدالتي تحقیقات کړي چې د ټاپ سټي په نوم قضيه کې د ليفټېننټ جنرل فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره والې مالوم کړي.

بیان زیاتوي د دې پلټنو په نتيجه کې د حميد پر ضد "د پوځي قانون له مخې د نظم و ضبط څخه د سر غړونې کاروايي بیل شوې ده". پوځ ادعا کړې چې حميد تر ریټايرمينټ وروسته هم ځيني داسې کارونه کړي چې له پوځي قوانینو سرغړونه ده.

ټاپ سیټي قضیه څه ده؟

ټاپ سيټي د اسلام اباد سره نيږدې د هستوګنې جدید ښارګوټی دی. د ډان ورځپاڼې ترمخه، په ۲۰۲۳ کال کې د دې ښارګوټي جوړوونکي، کنور معیض احمد خان د پاکستان سپريم کورټ ته درخواست ورکړ چې په ۲۰۱۷ کال کې د ای اېس ای او رینجرز ځواکونو د هغه پر کور او دفتر چاپه وهلې وه. نوموړي تور پورې کړ چې امنيتي اهلکارانو د پلټنو تر نامه لاندې سره زر، الماس او پیسې له ځانه سره يوړي.

ده نېشن ورځپاڼې ترمخه، کنور خان دعوه کړې چې وروسته د ای اېس ای مشر لېفټيننټ جنرال فیض حميد ورور، نجف حميد ورسره د څو پوځي افسرانو ملاقات وکړ، ځيني وړل شوي څيزونه یې ورته واپس کړل او وعده یې وکړه چې څه سره زر او نور شيان به هم ورته ورکړل شي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ليکلي چې کنور خان دا تور هم پورې کړی چې په دې هر څه کې فیض حميد له خپل واک ناوړه ګټه اخیستې ده. سپریم کورټ دفاع وزارت ته حکم کړی وو چې د پوځ اړونده ادارې دې په دې اړه پلټنې وکړي.

د ۲۰۲۳ کال د مارچ په مياشت کې د هغه مهال د کورنيوو چارو وزیر، رانا ثناءالله رسنيوو ته ويلي وو چې ليفټېننټ جنرال فیض حميد او د هغه د مشر ورور، نجف حميد پر وړاندې د ادعا شوو فساد او له وس څخه د زیاتې شتمنۍ د راټولو په اړه پلټنې روانې دي. د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې، د راولپينډۍ يو عدالت نجف حميد په ۱۴ ورځني ريمانډ اډياله جيل ته ولېږه. نوموړي او نورو تورنو کسانو تر ګرفتارۍ مخکې ضمانت اخیستو لپاره درخواست ورکړی وو.

فیض حميد څوک دی؟

ليفټېننټ جنرال فیض حميد د پنجاب په چکوال کې زیږيدلی دی. هغه پوځي تعليم په کوټه کې کړی دی او درې وروڼه لري. نوموړي په ۱۹۸۷ کال کې د پاکستان په پوځ کې دنده پيل کړې وه.

حميد د ۲۰۱۹ کال د جون له میاشتې څخه د ۲۰۲۱ کال تر نومبره پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې، ای اېس ای، مشر وو. ترې دې وروسته هغه، د ۲۰۲۲ کال د اګست تر اتمې پورې د پېښور قول اردو مشر شو خو بیا د بهاولپور قول اردو د مشرۍ لپاره ولېږل شو. نوموړی هلته د ۲۰۲۲ کال تر دیسمبره پورې پاتې شو او د دندې د مودې تر ختمېدو دمخه استعفا ورکړه.

عوامي نېشنل پارټي، مسلم ليګ (ن) پيپلز پارټي، ملي جمهوری غورځنګ او ځيني نور ګوندونو پر فیض حميد د افغان طالبانو او نورو وسله والو د ملاتړ تر څنګ په سیاسي چارو کې د مداخلې په ترڅ کې د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ، تحريک انصاف د ملګرتیا تورونه پورې کوي. دوی تور پورې کوي چې حمید د پوځي دندې په وخت له تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وو چې په نتيجه کې یې د هغه مهال د عمران خان په مشرۍ حکومت د دغه غیرقانونه ډلې ګڼ وسله وال خوشې او ځيني نور په قبايلي سیمو کې مېشته کړل.

د ۲۰۲۳ کال په سيپتمبر کې د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف هم له لندنه په يو ويډيو بیان کې ويلي وو چې د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او فیض حمید سره دې د سیاسي لاسوهنو حساب کتاب وشی. خو پوځي ادارې او فیض حميد په دې اړه هېڅکله څه نه دي ويلي. البته پوځ دريځ لري چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.

XS
SM
MD
LG