د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر مشران پر امنیتي ځواکونو د ولس ځورولو تور پورې کوي


په وروستیو کې په خیبر کې د ناامنۍ ضد مظاهرې هم شوې دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په خیبر کې د ناامنۍ ضد مظاهرې هم شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې سیاسي او ولسي مشرانو تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونه په باړه او تیرا کې خلک "بېځايه ځوروي."

د باړې سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپرېدي د فبروۍ پر اتمه له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې امنیتي ځواکونه دې د لټون عملیاتو پر مهال پر کورونو له چاپو وهلو او د ولسي وګړو له مبینه ځورنو څخه ډډه وکړي.

اپرېدي وویل، امنیتي ځواکونه دې ورته تورن کسان په ګوته کړي. "امنيتي ځواکونو ته چې کوم خلک مطلوب دې او پرضد يې کاروايي کوي نو هغوی دې خلکو ته په ګوته کړي. د قبايلي سيمو په خيبر پښونخوا ورګډېدو وروسته د [فرنټییر کرایمز رېګولېشن یا] اېف سي ار قانون ختم شوی او اوس د امنیت ټينګ ساتل د ریاست ذمه واري ده."

د شلوبر قامي کونسل مشر عبدالغني اپرېدي د فبروری پر اتمه له مشال راډيو سره په مرکه کې دعوه وکړه چې امنیتي ځواکونو تر هغې وروسته په تيرا کې د "خلکو ځورول پیل کړي" چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هلته "ځينې مشکوک وسلوال وليدل" شو چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو هم خپره شوې وه.

هغه زیاته کړه چې په قبایلي ضلعو او له افغانستان سره پر پوله د امنیتي ځواکونو پر موجودګۍ سربېره "وسلوال څنګه تيرا ته داخل شول؟ د هغو وسلوالو د مخنيوي ذمه واري د ولس نه بلکې د حکومت ده."

امنیتي ځواکونو د ځايي مشرانو د دې دعوو په ځواب کې په سمدستي توګه څه نه دې ويلي خو تر دې مخکې یې د سیمې اوسېدونکو د ورته تورونو په ځواب کې ویلي دي چې ولس دې ورسره په عملیاتو کې همکاري وکړي. په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې کله پر کورونو چاپې وهي نو لومړی له مجسټرېټه اجازه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر پینځمه نېټه د جمرد په تخته بېګ پوستې باندې امنیتي ځواکونو يو ځايي کس وژلی وو چې پرضد يې خلکو پرلت پیل کړ.

خو وروسته امنیتي ځواکونو د پرلت له مشرانو سره مذاکرات وکړل او ويې ويل چې ۲۵کلن بلال اپرېدی يې په "غلطۍ وژلی" دی او کورنۍ ته یې ۳۰ لکه روپۍ ورکوي او په ننواتې ورځي. تر دې وروسته پرلت پای ته ورسېد.

د فبرورۍ پر اوومه نېټه د خيبر رايفلز کمانډنټ کرنل رفیع الله وویل چې بلال اپرېدی په غلطۍ وژل شوی وو. ده وویل، سرتېري به په راتلونکې کې داسې يو کار نه کوي او خلک به بېځایه نه ځوروي.

د تيرا او باړې په ګډون د خيبر په نورو سيمو کې پوځ د ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې يې پای ته ورسول.

ځايي وګړي وايي چې په تېرو یوشمېر کلونو کې د سيمې امنیت ښه شوی وو، خو له ۲۰۲۲ز کال راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پرضد يې په بیا بیا احتجاجونه او غونډې شوې دي.

پېښور کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد احتجاج شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:53 0:00

نه يوازې په خيبر بلکې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضع خرابه شوې ده چې پرضد یې په یوشمېر ضلعو کې پراخې مظاهرې او ولسي پاڅونونه شوي دي.

د فبرورۍ پر څلورمه نېټه په پېښور کې هم د ولسي پاڅون په نوم احتجاجي غونډه شوې وه چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عام ولس برخه واخیسته.دا تر هغې وروسته وه چې د جنورۍ پر ۳۰مه نېټه د پېښور پوليس لاینز جومات بريد وشو چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول چې زیاتره یې پولیس ول.

تر دې وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري د فبرورۍ پر دویمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د پېښور پولیس لاینز پر جومات په برید کې د "ککړې ترهګرې شبکې" د وسلوالو نیولو ته نېږدی شوی دی.

XS
SM
MD
LG