د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر سوداګر: حکومت دې له افغانستانه پر واردېدونکو مېوو او سبزیانو نوی ټیکس ختم کړي


سوداګر وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت کم شوی دی - پخوانی انځور
سوداګر وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت کم شوی دی - پخوانی انځور

د خیبر ضلعې سوداګرو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستانه دې پر واردېدونکو (درامدېدونکو) مېوو او سبزیو نوی ټیکس ختم کړي.

د ګمرکي چارو شخصي ټولنې (کسټمز کلېیرنګ اېجنټس) مشر شاهجهان شينواري د جولای پر درېيمه په تورخم کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې پخوا پر يو ټرک تر ۳۰۰،۰۰۰ روپیو پورې ټیکس وو چې د جولای له لومړۍ نېټې راهيسې شاوخوا ۱۲ لکه ته رسېدلی دی.

هغه وویل، د ټیکسونو له زیاتېدو سره سوداګري زښته اغېزمنېږي. " له افغانستانه دا وخت خوبانۍ (مندتې یا زردالو) او نورې مېوې او سبزیانې راوړل پیل شوي چې دلته پاکستان ورباندې ټیکس زیات کړی. خو چې کله په بل موسم کې بیا له پاکستانه افغانستان ته کينو او نورې مېوې او سبزیانې [لېږدول] پیل شي نو هلته افغانستان ورباندې ټیکس زیات کړي چې له دې کبله دوه اړخېزه تجارت په ټپه درېږي."

شينواري خبرداری ورکړ چې که حکومت نوی ټیکس ختم نه کړ نو پرضد به يې مظاهرې پیل کړي.

خو په تورخم کې د ګمرک يا کسټم يو چارواکي عدنان خان مشال راډيو ته ويلي چې پخوا وفاقي حکومت له افغانستانه د ځينو مالونو پر درامدولو په ټیکس کې رعایت کړی وو چې اوس یې ختم کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د هغه حکومتي رعایت تر ختمېدو وروسته اوس د قانون له مخې پر تجارو ټیکس لوړ شوی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ترینګلو اړيکو له کبله د دواړو هېوادونو ترمینځ پر تجارت ناوړه اغېز شوی دی.

د تجارت په اړه په د پاکستانیو چارواکو او پر کابل د واکمنو طالبانو ترمینځ وار وار ليدنې شوې خو په دې لړ کې ستونزې لا نه دي هوارې شوي.

XS
SM
MD
LG