د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې چارواکو شاوخوا ۱۰۰ افغانانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې


یوشمېر افغانان پر تورخم خیبر ته د اوښتو لپاره روان دي - پخوانی انځور.
یوشمېر افغانان پر تورخم خیبر ته د اوښتو لپاره روان دي - پخوانی انځور.

په تورخم کې چارواکي وايي، په تېرو درو ورځو کې یې شاوخوا ۱۰۰ افغانانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.

د خیبر ضلعې په تورخم کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) یوه چارواکي یاسر خان د جولای پر۲۴ مه مشال راډیو ته وویل چې هغو افغان وګړو د پاکستان طبي ویزې لرلې خو هغوی روغ ول او ناروغي یې نه لرله.

یاسر خان تور پورې کړ چې هغو افغان وګړو په کابل کې د پاکستان له سفارته په جعلي اسنادو طبي ویزې ترلاسه کړې وې.

چارواکی وايي چې اصلي ناروغانو ته په تورخم کې ویزې ورکوي او په وینا یې چې افغان ډرېوران بیا د ځانګړې پرچې یا کاغذ په لرلو د پاکستان او افغانستان ترمینځ تګ راتګ کوي.

خان زیاته کړه چې د نورو ویزو لرونکي افغانان یې پر تورخم نه دي ایسار کړي.

د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي او پاکستان ته له داخلېدو ګرځول شویو افغانانو هم څه نه دي ویلي.

پخوا به پاکستان له ناروغانو سره د کورنۍ یو وګړي ته هم بې له ویزې او پاسپورټه هلته د ورتګ اجازه ورکوله خو اسلام اباد د روان کال په اپرېل کې ناروغانو ته بې له سفري اسنادو پاکستان ته د داخلېدو اجازې نه ورکولو امر وکړ.

په تورخم کې د اېف ای اې چارواکي وایي، د انساني خواخوږۍ په بنیاد یوازې هغو ناروغانو ته اجازه ورکوي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG