د پاکستان د امیګرېشن (مهاجرت) چارواکي وايي، د يوې "تخنیکي ستونزې" له امله د مارچ پر ۲۱مه مساپرو ته پر تورخم د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په تورخم کې د پاکستاني لوري د امیګرېشن (مهاجرت) یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د مارچ پر ۲۱مه د پولې په انتظامي سسټم کې د تخنیکي خرابۍ له امله مساپرو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تګ راتګ وکړي.
دې چارواکي زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې پر پاسپورټونو د وتلو او داخلېدو دا نظام ژر تر ژره فعال کړي.
د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې مساپر دې د دې ستونزې تر هوارېدو تورخم ته نه ورځي خو هغوی دا نه ده روښانه کړې چې د ستونزې هواری به څومره وخت واخلي.
د تورخم دروازې پرانيستلو لپاره د دواړو خواوو د قبايلي مشرانو، سوداګرو او حکومتي چارواکو ترمينځ تر خبرو اترو وروسته د مارچ پر ۱۹مه نیټه هغه لاره یوازې د بار وړونکو ګاډو پرمخ خلاصه کړل شوه او ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۱مه به د عامو مساپرو لپاره هم خلاصه کړل شي.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي وياند قاضي ملا عادل په يو ويډيويي بیان کې وويل چې له پاکستان سره پرېکړه شوې چې د مارچ پر ۱۹مه پر هغه لاره تجارتي مالونه او ناروغان تللی شي او د مارچ له ۲۱مې څخه به ور د ټولو مساپرو د تګ راتګ لپاره خلاصه وي.
د پاکستان امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
د مارچ پر نهمه او ۱۷مه د دواړوو خواوو د ولسي مشرانو او سوداګرو ترمينځ مذاکرات هم شوي ول او هغوی خپلې سپارښتنې له اړونده چارواکو سره شريکې کړې، البته د مارچ پر ۱۹مه د دواړو خواوو د حکومتي چارواکو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته د لارې د پرانیستو پرېکړه وشوه.
په تورخم کې د دروازې تر تړل کېدو وروسته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې وشوې چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
دا لومړی ځل نه وو چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم لاره بنده شوه. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.