د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم له لارې له افغانستانه د څارویو پر درامد بندیز لګېدلی دی


د خیبر اوسېدونکي وايي، پخوا به یې له افغانستانه پسونه، بزې او غوایان درامدول خو اوس ورباندې حکومت بندیز لګولی دی - پخوانی انځور.
د خیبر اوسېدونکي وايي، پخوا به یې له افغانستانه پسونه، بزې او غوایان درامدول خو اوس ورباندې حکومت بندیز لګولی دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکي وایي، چارواکو د تورخم له لارې له افغانستانه د څارویو پر درامد (واردولو) بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جون په پای کې لوی اختر لمانځل کېږي او د هغې لپاره خلک د قربانۍ څاروي اخلي.

د خیبر اوسېدونکو د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې له پېړیو راهیسې له افغانستانه د تورخم له لارې خیبر ته څاروي لېږدول کېدل او په ضلع کې یې لویې منډیانې لګېدلې خو له یوې مودې راهیسې د کسټم (ګمرک) چارواکي د څارویو د درامد اجازه نه ورکوي.

د خیبر سیاسي اتحاد مشر مراد حسین اپرېدی وایي، د څاریو پر واردولو بندیز جواز نه لري او حکومت دې د لوی اختر قربانیو لپاره د تورخم له لارې د څارویو کاروبار اجازه ورکړي. ''له دې سره به د څارویو له کاروبار سره تړلو کسانو ته اساني پیدا شي ځکه د دوی کاروبار هم ورسره په ټپه ولاړ دی. د افغانستان څاروي ازرانه دي او د نوښار او پنجاب والا راته ډېر ګران پرېوځي.''

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لوی بندر دی. له دې لارې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ تجارتي توکي تېرېږي.

داراز، سوداګر د غوایانو، بزو (وزو) او پسونو په ګډون ګڼ څاروي د تورخم له لارې خیبر او په ځانګړي ډول د پېښور بازارونو ته لېږدوي.

د لواړګي د بازار د سوداګرو ټولنې غړی او د کلیوالې شورا (وېلېج کونسل) استازی اختر علي شینواری وایي، د افغانستان څاروي ارزانه وي او غوښه یې هم ښه وي. ''دلته زیاتره خلک د ګډ غوښې [په خوراک] عادت دي، د افغانستان د ګډانو غوښه ښه وي. پخوا دلته د څارویو منډیانې او روایتي مېلې کېدې، اوس هغه هم نه شته.''

پر تورخم دروازه په څارویو بندیز په داسې حال کې لګېدلی چې لوی اختر ته شاوخوا درې اوونۍ پاتې دي. د لوي اختر قربانیو لپاره هر کال د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د څارویو منډیانې لګي چې ورته به پخوا له افغانستان ګڼ څاروي درامدېدل.

په تورخم کې د کسټم یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جون پر ۱۰مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان د کسټم (ګمرک) له قوانینو سره سم، که څوک له افغانستانه پاکستان ته څاروي لېږدوي نو لومړی یې باید پر پوله قرنطین کړي چې معلومه شي چې پکې د کانګو یا بلې ناروغۍ جراثیم خو نه شته. دوی وايي، پر څارویو باید جراثیم یا مېکروب وژونکې دوا هم وپاشل شي.

د چارواکي په خبره، تر قرنطین وروسته ډاکتران څاروي معاینه کوي او که صحتمند وي نو بیا د محصول پیسو تر ورکولو وروسته یې د انتقال اجازه ورکوي.

خو د خیبر اوسېدونکي او د څارویو سوداګر وایي، دا شرطونه نه شي منلی او په کار ده چې حکومت ورته د پخوا په څېر د څارویو د ازاد لېږد اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG