د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی


په لواړګي کې یوشمېر افغان ماشومان د لارۍ پر سر ناست دي او هېواد ته د ستنېدو انتظار باسي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.
په لواړګي کې یوشمېر افغان ماشومان د لارۍ پر سر ناست دي او هېواد ته د ستنېدو انتظار باسي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.

په داسې حال کې چې له پاکستانه دبې اسناده افغانانو ستنولو بهیر پیل شوی دی، د هغه هېواد د بشري حقونو کمېشن ویلي دي چې د افغانانو په زور لېږدول "بشري ناورین" زېږولای شي.

په همدې وخت کې یوشمېر ملتپاله او نورو ګوندونو له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پر ضد په کوټه مظاهره کړې ده.

دا په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د وتلو نېټه د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدلې ده او چارواکو یې په زور د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.

د بشري حقونو کمېشن څرګندونې

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې حنا جېلانې د اکتوبر پر ۳۱مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مشر فېلېپو ګراندې ته په استولي لیک کې ویلي دي چې د اسلام اباد دا اقدام بشري ناورین زېږولای شي.

په لیک کې راغلي چې له پاکستانه په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال او پناه غوښتونکي اغېزمنوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په لواړګي کې د افغانانو یوشمېر لارۍ تورخم ته د تګ په انتظار په قطار کې ولاړې دي - د نومبر لومړۍ انځور.
په لواړګي کې د افغانانو یوشمېر لارۍ تورخم ته د تګ په انتظار په قطار کې ولاړې دي - د نومبر لومړۍ انځور.

د هغه ناحکومتي کمېشن د مشرې په لیک کې راغلي دي چې د افغانانو د ځورونې، وېرولو او نیولو په اړه یې د رسنیو رپورټونه هم ترلاسه کړي دي چې ورڅخه ښکاري چې ۷۷ قانوني اسناد لرونکي افغانان هم له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستان حکومت د بشري حقونو د کمېشن مشرې د لیک په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې یوازې بې اسناده افغانان باسي.

خو په وروستیو کې په پاکستان کې اوسېدونکو یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې پر قانوني اسنادو لرلو سربېره له ځورونو سره مخامخ شوي دي او دې ته اړ شوي دي چې هغه هېواد پرېږدي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د اکتوبر له شپږمې څخه تر ۳۱مې پورې ټول ۱۰۴،۴۴۳ بې اسناده افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

وزارت مشال راډیو ته ارقام استولي دي چې ورڅخه ښکاري چې په ستنو شویو افغانانو کې څه باندې ۵۶،۰۰۰ ماشومان او تر ۱۹،۰۰۰ زیاتې ښځې شاملې دي.

اخوا د ملګرو ملتونو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې له پاکستانهد بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.

هغو ادارو پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

په کوټه کې مظاهره

په ورته وخت کې د یوشمېر ملتپاله او نورو ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلویانو په کوټه کې احتجاجي مظاهره کړې ده او له اسلام اباده یې غوښتي دي چې په زور دې افغانان نه باسي.

د اکتوبر پر ۳۱مه د عوامي نیشنل ګوند، د خوشال خان کاکړ په مشرۍ له پښتونخوا ملي عوامي ګونده جلا شوې ډلې، ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د افغانانو ایستلو پر پرېکړې انتقاد وکړ او د چمن او سپین بولدک پر پوله یې د ځايي کاروباریانو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط رد کړ.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي جلسې ته وویل چې د پاکستان لنډمهالی وفاقي حکومت باید د کډوالو په اړه د نړیوالو قوانینو سرغړونه و نه کړي.

په لواړګي کې دیوشمېر افغانان په ګاډي کې د سپرېدو لپاره ورروان دي - د نومبر لومړۍ انځور.
په لواړګي کې دیوشمېر افغانان په ګاډي کې د سپرېدو لپاره ورروان دي - د نومبر لومړۍ انځور.

جلسې ته د نورو ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو هم ویناګانې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان حکومت دې د پخوا په څېر د چمن او کندهار اوسېدونکو ته په شناختي کارډ او تذکرو پر پوله د تګ راتګ اجازه ورکړي او د پاسپورټ او ویزو لرلو شرط دې نه ږدي.

د احتجاج پر مهال پولیسو په کوټه کې امنیتي اقدامات کړي ول خو د مظاهرې منتظمینو تور پورې کړ چې حکومتي سرتېرو یې لاره نیولې وه.

خو د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزي دا تور رد کړ.

نوموړي په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د وتلو موده پای ته رسېدلې نو د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به یې د ګرفتاریو بهیر پیلوي او بیا به یې هېواد ته ستنوي.

د بلوچستان حکومت یې د ستنېدو عمل ګړندي کولو لپاره افغانستان ته تللې درې نورې لارې پرانیستې دي.

د افغانانو د ستنولو بهیر

د پاکستان حکومت وايي بې اسناده افغانان لومړی په یوشمېر لنډمهاله کیمپونو کې ساتي او بیا یې افغانستان ته ستنوي.

د دې لپاره د خیبر پښتونخوا چارواکو د خیبر په لواړګي (لنډي کوتل)، د پېښور په لېبر کالونۍ او د هزارې ډېوېژن په هريپور کې لنډمهالي کیمپونه جوړ کړي دي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان چارواکو د لواړګي له کیمپه د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر پیل کړ.

چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.

د بهیر له مخې، د افغانانو کډې په جلا ګاډو کې چې کډوالو خپله کرایه کړي دي، تر تورخمه لېږدول کېږي او کورنۍ په حکومتي ګاډو کې تر پولې لېږدول کېږي.

د خیبر ضلعې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي وايي چې په لواړګي کې یې د بې اسناده افغانانو کیمپ ته کارکوونکي استولي دي او هلته یې د طبي خدماتو ورکولو انتظام هم کړی دی.

د رېسکیو ۱۱۲۲ ضلعي مشر شعېب منصور د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د بیړنیو طبي مرستو لپاره یې هلته امبولانسونه هم لېږدولي دي.

ده وویل، په تېرو دوو ورځو کې یې شاوخوا ۶۰ ناروغانو ته طبي مرستې ورکړې دي.

منصور زیاتوي چې اداره یې د پېښور او هریپور په کیمپونو کې هم بې اسناده افغانانو ته طبي خدمات ورکوي.

په کراچۍ کې د افغانانو وضعیت

د کراچۍ په کیمپ کې مېشت افغانان وايي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پولیس ځوروي.

دوی وايي، د کار لپاره ښار ته نه شي تللی او تور پورې کوي چې پولیس یې نیسي او ورڅخه پیسې اخلي.

د کیمپ اوسېدونکي شاه ولي د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو دوه ځلې نیولی دی او یو ځل یې ورڅخه ۷،۰۰۰ روپۍ (کلدارې) او په دویم ځل یې ورڅخه ۸،۰۰۰ روپۍ واخیستې او بیا یې خوشې کړ.

د کیمپ یو بل اوسېدونکي ذبیح الله هم ورته تور پورې کړ او و یې ویل چې د کډوالۍ پر کارډ لرلو سربېره پولیسو درې ځلې نیولی او ورڅخه یې لسګونه زره روپۍ رشوت واخیست او بیا یې خوشې کړ.

دی زیاتوي چې اوس د ګرفتارۍ له وېرې ښار ته نه شي تللی او کاروبار یې درېدلی دی.

کراچۍ مېشتي اسناد لرونکي افغانان وايي پولیس یې ځوروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:09 0:00

یو بل کراچۍ مېشتی کډوال خدای نور وايي چې له ۴۰ کلونو راهیسې په کراچۍ کې اوسي او هم هلته زېږېدلی دی. دی وايي چې د پاکستان حکومت پرېکړې نهیلی کړی او ورڅخه غواړي چې ورته دې د ستنېدو لپاره نور وخت ورکړي چې هغوی خپل کاروبارونه ټول کړي.

پولیس د کراچۍ په افغان بستۍ یا کیمپ کې د اوسېدونکو تورونه او دعوې ردوي او ټینګار کوي چې یوازې بې اسناده بهرنيان، چې لوی اکثریت یې د افغانانو دی، نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG