د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او د بلوچستان په کېچ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو او د شپږو د ژوبلولو ادعا کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۳مه په بيان کې ويلي دي چې د نومبر د ۱۲ او ۱۳ ترمينځ شپې مهال يې د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل.
د پاکستان پوځ په بیان کې هغه مشکوک وسلوال د "فتنه خوارج" ډلې د غړو په نوم یاد کړي دي.
پوځ زياتره وخت هغه اصطلاح تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا د پوځ د ادعا تصديق نه دی کړی.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په يو بل بيان کې هم ادعا کړې ده چې د نومبر د ۱۲ او ۱۳ ترمينځ شپې مهال يې د بلوچستان په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور وسلوال ووژل.
په دې بيان کې هم دا نه دي ويل شوي چې وژل شوي د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول.
د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه او ادعا یې کړې وه چې په هغه ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتېري په نخښه کړي ول چې تر پوځي روزنې وروسته په جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډي کې له کوټې ستنېدل.
بلخوا په وروستيو کې د شمالي وزيرستان په ګډون په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.
په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.
خو حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي. د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.