د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو او ايران له چارواکو سره د "ترهګرۍ پر مخنيوي" غږيږي


د فبرورۍ پر درېيمه د وزيراعظم په مشرۍ شوې د اپېکس کمېټې غونډه
د فبرورۍ پر درېيمه د وزيراعظم په مشرۍ شوې د اپېکس کمېټې غونډه

د پاکستان حکومت وايي، د افغانستان او ايران له چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي چې د ترهګرۍ لپاره د هغو درو هېوادونو خاوره استعمال نه شي.

د فبرورۍ پر درېيمه په پېښور کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اپېکس کمېټې تر غونډې وروسته یې يو سلاکار فيصل کريم کنډي رسنيو ته وويل، "په غونډه کې پر دې خبره وشوه چې موږ بايد له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره، که هغه ايران دی او يا هم افغانستان، مذاکرات وکړو. د دې خبرو [ټینګار] به پر همدې ټکي وي چې که زموږ خاوره ده او که د ګاونډيو هېوادونو هغه، د ترهګرۍ لپاره بايد استعمال نه شي."

موږ د فبرورۍ پر پينځمه فيصل کريم کنډي ته څو وارې ټېلېفونونه وکړل چې له کابل او تهران سره د حکومت د خبرو د پلان په اړه معلومات ترې واخلو، خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۳۰مه په پېښور کې د پولیس لاینز پر جومات په برید کې تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري هېچا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پکې د ککړتیا تور رد کړی دی.

بلخوا اې اېف پي اژانس د فبرورۍ پر پينځمه د خيبر پښتونخوا د پوليسو د يوه لوړپوړي چاوراکي په حواله، چې نوم يې نه دی ښوول شوی، ويلي چې کابل ته تلونکی پاکستانی پلاوی به د افغان طالبانو له مشرتابه سره خبرې کوي. هغه پوليس افسر زياته کړې چې د افغان طالبانو له مشرتابه څخه "د ده مراد د هغوی مشر هبت الله اخوندزاده" دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د پاکستاني پلاوي د تګ د پلان په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په کابل کې يوې غونډې ته په وينا کې هغه تورونه رد کړي ول چې ګواکې د پېښور د وروستي بريد لپاره د افغانستان خاورل کارول شوې وه.

نوموړي زياته کړې وه چې حکومت يې د خپلو ګاونډيانو په شمول ټولې نړۍ ته داډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ يوه هېواد پرضد نه کارول کېږي. متقي همداراز پر پاکستان غږ کړی وو چې د پېښور پر جومات د ترهګر بريد پړه پر افغان طالبانو د اچولو پرځای بايد د هغه پېښې کره پلټنې وکړي.

دا چې د افغان طالبانو او پاکستان حکومت ترمینځ احتمالي خبرې د سيمې د امنيت له تينګښت څومره مرسته کولای شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو وزير ساجد حسين توری وايي، حکومت دې له افغان طالبانو سره په خبرو د وخت ضايع کولو پر ځای د پاکستانیو طالبانو پر ضد د هدفي عملياتو يوه پاليسي راوړي.

توری، چې په قامي‌اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند او د کورمې د خلکو استازی دی، د فبرورۍ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل، "په کابل کې د طالبانو له حکومته مو هيله وه چې سيمه به امن کړي، خو موږ برعکس په پاکستان کې د ټي تي پي او داعش د حملو زياتېدو شاهدان واوسېدو. پاکستاني طالبان زموږ د خاورې دوښمنان دي او پرضد يې هدفي کاروايي په کار ده. د اسلام اباد او کابل ترمینځ خبرې ما ته د وخت ضایع کول ښکاري. اسلام اباد د انساني همدردۍ په بنیاد کابل ته بايد د مرستې لاس ورکړي، خو په عين وخت کې په پاکستان کې د فعالو وسلوالو پرضد د عملياتو په پالیسۍ کې بدلون راوړي."

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز په وروستيو مياشتو کې د افغان طالبانو په مرسته له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) سره خبرې پيل کړې وې. دواړه خواوې د ۲۰۲۲ز کال د جون له لومړۍ نېټې په اوربند سلا شوي وو.

خو په تېر نومبر مياشت کې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسيد په يوه بیان کې وويل چې خپلو وسلوالو ته یې امر کړی چې په پاکستان کې دې حملې بیا پيل کړي. د هغه په وينا، د دې وجه په مذاکراتو کې د پاکستاني پوځ له خوا د شويو وعدو نه عملي کول دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه ول ويلي، البته حکومت او پوځ دواړو د وسلوالو پرضد د عملیاتو د دوام خبره تکرار کړې وه.

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، هغه خبرې ځکه ناکامه شوې چې پاکستاني طالبان د هېواد ايين او پارلېمان منلو ته تيار نه دي.

شاهد د فبرورۍ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل، "افغان طالبانو له پاکستانه غوښتي ول چې له پاکستانيو طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی ته يوه لار ورکړي. د پاکستان سياسي ګوندونو د خبرو هغه پالیسي رد کړه او و یې ويل چې ټي ټي پي اول بايد د پاکستان ايين او پارلېمان ومني، [خو] ټي ټي پي [دا کار و نه کړ]، نو ځکه هغه خبرې ناکامه شوې. پاکستان ته په کار دي چې خپلې پالیسۍ ته بيا کتنه او پکې شته خاميانې ليرې کړي. موږ ګورو چې د ځواکونو ترمینځ مو د ترهګرۍ په اړه تفاهم نه شته. د ترهګرۍ مسله به هله حل کېږي چې ورسره تړلې خبرې په ډاګه وشي. هغه که له افغانستان، ايران، منځنۍ اسيا او يا هم له چين سره وي."

تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې په وروستیو کې ويلي چې په جنورۍ کې یې ۴۶ بریدونه کړي او ۱۴۹ کسان یې وژلي دي.

هغې ناقانونه ډلې تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال ارقام هم خپاره کړي ول او ویلي یې ول چې تېر کال یې په ټول پاکستان کې ۳۶۷ حملې کړې دي. تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې تر ۱،۰۰۰ زیات پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت د ملاتړ لرونکو امن کمېټیو غړي وژلي دي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیس وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

اړوند

XS
SM
MD
LG