د افغانستان پکتیا د مرکز او ولسوالیو کروندګرو د کرکیلې په چارو کې د مرستو غوښتنه کړې ده.
دوی وایي، که د باغونو په جوړولو، د نیالګیو په برابرولو او د نباتي ناروغیو په مخنیوي کې وسره مرستې وشي، نو د سېلاب څخه ور اوښتي زیانونه به یې کم شي.
د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د پکتیا په زرمت او نورو سیمو کې سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ زرعتي ځمکو، چینو، ویالو او باغونو ته زیانونه اړولي ول.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي حنیف چې د نیالګیو د کښېنولو لپاره ګردیز ښار ته ورغلې، مشال راډیو ته یې وویل، نیالګي کښېنوي خو د فصلونو لپاره د اوبو او دوا له کمښت سره مخامخ دي. "زراعت ورته دواوې راکړي، ځکه مڼې په حاصل راغلي، خو اوس بېرته خرابېږي، د اوبو کمښت لرو، که ونې کښېنوو، بیا هم څه موده وروسته د اوبو د نه شتون له کبله راڅخه وچې وي، نو د ویالو او بندونو په باره کې دې راسره کومک وشي."
په پکتیا کې بڼوال او سوداګر وايي، د ۲۰۲۲ز کال په پیل کې وچکالۍ او وروسته بارانونو او سېلابونو هلته د مڼو او نورو مېوو باغونه خراب کړي او د تېرو کالونو په پرتله يې حاصلات کم شوي دي.
د زرمت یو بل اوسېدونکی یونس وايي، په سیمه کې یې هر ډول مېوه دارې ونې ښه نتیجه ورکوي، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې خلک کښېنولو ته زړه نه ښه کوي.
هغه وایي، که اړوندې ادارې او نړیوال موسسات ورسره مرسته وکړي، دوی ټول د نیالګیو کښېنولو او د بڼونو جوړولو ته تیار دی.
د پکتیا ځینې بڼوال او بزګر شکایت کوي، چې نیالګي او باغونه هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې پېژندګلوي او اړیکې ولري.
د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی روزي خان وایي، کروندګرو سره مرستي خو د اړمنو ته په عادلانه ډول نه ویشل کېږي. د ده په وینا څو ځلې يې نوم لیکلی خو یو ځل هم چا ورته "یو نیالګی هم نه دی ورکړی."
بل لوري ته ځايي چارواکي وايي، په دې اړه يې له ځینو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي او هغوی ورسره د باغونو او اوبه خور د نظام د رغونې په برخو کې د مرستو ژمنې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د کرنې رییس عبدالروف سعید له مشال راډیو سره په خبرو کې دا دعوه رد کړه چې ګواکې د نیالګیو په ورکړه کې توپیر او خپل، پردی پالي، بلکې زیاتوي چې له ناحکومتي ادارو سره په رابطه کې دي چې ټولو بزګرو ته ګټه ورسوي. "موږ د ځینو موسساتو له خوا بڼوالو لپاره ټرېنېنګونه (روزنیز پروګرامونه) لرو چې هغوی د نیالګیو په ارزښت، کښېنولو او اوبولو وپوهول شي. څو موسسو ژمنه کړې ده، په ۱۷ هیکټره ځمکه باندې د باغونو جوړولو لپاره به نیالګي او نور اړین توکي ورکوي."
پکتیا د یوشمېر نورو کرنیزو سیمو په شان ډول، ډول وچې او تازه مېوې، پراخ ځنګلونه او څو فصلیزې ځمکې لري، چې راز، راز نباتات پکې کرل کېږي او خلکو ته ورڅخه د پام وړ حاصلات په لاس ورځي.