د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور کاروباريان له باج اخیستونکو شکايت لري، له حکومته امنيت غواړي


په پېښور کې يو کاروباري - انځور له ارشيفه
په پېښور کې يو کاروباري - انځور له ارشيفه

د پېښور حيات اباد صنعتي سيمې کاروباريانو له حکومته غوښتي چې دوی ته تحفظ ورکړي.

د پېښور حیات اباد انډسټریل سټیټ ځېنې صنعتکاران وايي نامعلومه کسان ترې باج یا قلنګونه غواړي. د سیمې یو کاروباري خان ولي د سېپټمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وويل چې په پېښور او خوا وشا سیمو کې کارخانه دارو ته د نامعلومه کسانو له خوا ټېلېفونونه کېږي او پیسې ترې غوښتل کېږي.

د ده په خبره د هغو کارخانو مالکانو کورونو ته لاسي بمونه هم غورځول شوي چا چې له باج ورکولو انکار کړی.

نوموړي تور پور کړ چې حکومت صنعتکارانو ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلی دی.'' هر چا وکتل چې په حیات اباد کې د خلکو کورونه په نښه شول او حکومتي ادارې یې د مخنیوي لپاره سنجیده ګامونه نه پورته کوي چې کله په یو ځای کې کارخانې او سرمایه کاري وتړل شي نو بیا هلته په زرګونه خلک بې روزګاره کېږي.''

په پېښور او خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې کاروباریانو ته په ۲۰۰۷ز کال او تر هغې وروسته د نامالومه کسانو لخوا د قلنګ غوښتنې پېښې زیاتې شوې وې، خو په په قبایلو کې تر پوځي عملیاتو وروسته د کاروباریانو په وینا هغه پېښې ختمې شوې وې.

له دوکاندارانو د پېسو غوښتنې، د تښتونو ویرې او نورو جرمونو زیاتیدو ته په کتو سږکال په اپرېل کې د مردان کاروباریانو د کاروبار په ځایونو کې د وسلو د ساتلو پریکړه کړې وه.

د مردان کاروباریانو په وینا امنیتي ادارې یې په خوندیتوب کې پاتې راغلی نو ځکه یې زیاتو شویو جرمونو ته په کتو له مجبورۍ هغه پریکړه وکړه.

په حیات اباد کې د سټيل میل یو مالک اسلم خان وایي، که امنیتي حالات په همدې رفتار د خرابۍ لور ته روان وي نو ګڼې کارخانې به وتړل شي.

سږ کال د جولای میاشت راهیسې د پېښور په حیات اباد کې د ځینو کاروباريانو پر کورونو د لاسي بمونو بریدونه شوي چې مرګژوبله نه لري خو ودانیو او ګاډو ته پکې تاوان اوښتی او له وجې یې په کاروباریانو کې ویره خوره شوې ده.

د پيښور کارخانو مالکانو ټولنه وایي چې د امن و امان خراب صورتحال له امله ځینې سرمایه دارو خپلې کارخانې د لنډې مودې لپاره تړلي او د ملک نورو برخو ته کډه شوي دي.

د حیات اباد تاترې تاڼې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط د سېپټمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) د باج اخیستونکو پر ضد عملیات پیل کړي او ځینې کسان یې نیولي دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د هغه وخت وزیر عدنان جلیل مشال راډیو ته ویلي ول چې اړونده ادارې یې د کاروباریانو د امنیت پر ستونزو خبرې کړې دي.

د کارخانو د مالکانو ټولنه وایي د حیات اباد په انډسټریل سټېټ کې نېږدې ۴۰۰ کارخانې دې چې خواوشا ۲۸۰۰۰ کسان پکې په روزګار دي.

XS
SM
MD
LG