د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن کېږي


په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن کېږي.

د پولیو مخنیوي ادارې پر ووبپاڼه په خبرپاڼه کې لیکلي، د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۴۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

هغې ادارې تر دې مخکې د اکتوبر په پای کې د پاکستان په ټولو برخو کې ګوزڼ ضد کیمپېن ترسره کړی وو.

اداره وايي، دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د چارسدې او ډېره اسماعیل خان، د بلوچستان د کلا سیف الله، بارکان او مستونګ، د پنجاب د راولپېنډۍ او د سیند د قمبر او جامشورو ضلعو په ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ وایرس موندلو خبر ورکړ.

په پېښور کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر عبدالباسط د ډېسېمبر پر ۱۳مه یوې غونډې ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا حکومت ۴۲،۰۰۰ پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو ته د واکسیني ډلو د امنیت چارو سمبالولو دنده سپارلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو مخنیوي پروګرام د ډېسېمبر پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او ټانک او د سیند په جیکب اباد او سکر کې د ګوزڼ څلور نوې پېښې تایید کړې.

د ادارې په خبره، روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۸، په سیند کې ۱۷ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د تېرو دوو کلونو پر مهال د هېواد د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG