د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف د خپل رهبر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


تحریک انصاف تر دې مخکې هم د عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
تحریک انصاف تر دې مخکې هم د عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) له اسلام اباد سره نېږدې په جلسه کې د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دا جلسه په داسې وخت کې کېږي چې وفاقي حکومت بې له اجازې په پلازمېنه کې د لویو غونډو کوونکو ته د سزا ورکولو قانون جوړ کړی دی.

وفاقي حکومت اسلام اباد ته تلونکې لویې لارې په کانټینرونو تړلې دي، خو حکومت پي ټي ای ته له پلازمېنې بهر د جلسې کولو اجازه ورکړې وه.

پر لارو تړلو سربېره د سېپټېمبر اتمې جلسې ته د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د پي ټي ای غړي او پلویان ورغلي دي چې ورته د ګوند یوشمېر مخکښو مشرانو ویناګانې وکړې.

د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ یا په تحریک تحفظ ایین پاکستان کې د شاملو ګوندونو مخکښه سیاستوالان او پلویان هم جلسې ته ورغلي دي.

د تحریک انصاف یو سیاستوال حماد اظهر جلسې ته په وینا کې وویل چې خلک په هېواد کې د "قانون واکمنۍ او د ایین سرلوړۍ" لپاره ورغونډ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر او د تحریک انصاف سیاستوال علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر پر اوومه په ویډیويي بیان کې ویلي ول چې د سولې، ښه اقتصاد او د عمران خان د خوشې کولو لپاره په جلسه کې به "لکونه خلک ګډون" وکړي.

د پي ټي ای جلسه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سېپټېمبر پر اوومه هغه مسوده لاسلیک کړه چې له مخې یې بې له اجازې په اسلام اباد کې ولسي غونډې نه شي کېدای. هغه مسوده د ولسمشر له لاسلیک سره اوس د قانون په بڼه نافذه شوې ده.

د عامه نظم ساتنې هغه مسوده له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې له سېنېټ او قامي اسمبلۍ څخه منظور شوه.

د تحریک انصاف په ګډون حکومت مخالفه ګوندونو د هغې مسودې مخالفت کړی وو.

د قانون له مخې، پولیس کولای شي چې هر وخت وغواړي جلسه ختمه کړي او که څوک بې له اجازې غونډه کوي نو عدالت ورته تر درو کلونو پورې د بند سزا هم اورولای شي.

XS
SM
MD
LG