پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون ژغورنې غورځنګ) وايي، د پاکستان د سيند صوبې د سکر زندان چارواکو له علي وزیر سره "ناوړه" چلند کوي او نوموړي د هغه پرضد د نه خوړلو هړتال (اعتصاب) پیل کړی دی.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند رويد الله د مارچ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د زندان چارواکي د غورځنګ له مخکښ علي وزیر سره "نامناسب" چلند کوي.
هغه زیاته کړه "د جیل عمله له هغه [علي وزير] سره غیر انساني او غیر قانوني چلند کوي. هغه ناروغه دی، د شکرې او پښتورګو ناروغي لري خو د هغه د صحت هېڅ خیال نه ساتل کېږي. نو له دې وجې علي وزیر په زندان کې د نه خوړلو احتجاج پیل کړی دی."
د علي وزیر نېزدې ملګري او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بادشاه پشتین بیا مشال راډیو ته وویل چې د زندان چارواکو له تېرو څو ورځو راهیسې د علي وزیر پر ملاقاتونو هم "نااعلان شوی بندیز" لګولی دی.
نوموړي وویل چې دوی له تېرو څو ورځو راهیسې له علي وزیر سره د لیدو هڅه کوي خو د زندان چارواکي اجازه نه ورکوي. د هغه په وينا، پوليس نه علي وزیر ته خوراکي توکي او دوایانې ور پرېږدي او نه یې هم له کورنۍ سره پر ټېلېفون خبرو کولو ته پرېږدي.
بادشاه پشتین زیاته کړه چې علي وزير د شکرې او پښتورګو ناروغي لري او د زندان چارواکو د "ناوړه" چلند له کبله له جدي مشکلاتو سره مخامخ دی.
مشال راډیو په دې اړه د سکر زندان له چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی لا د مشال راډیو پوښتنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی.
خو تر دې وړاندې چې علي وزير په تېرو وختونو کې د کراچۍ په زندان کې بندي وو نو هغه وخت د سيند حکومت او پوليسو د پي ټي ايم دا ډول تورونه رد کړي ول.
په عين وخت کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او په سکر کې د علي وزير وکيل شير افضل خان مروت د مارچ پر ۲۰مه پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې پخلی کړی دی چې علي وزیر په زندان کې د نه خوړو هړتال پيل کړی دی.
هغه لیکلي، "علي وزير د پښتورګو او د ويني فشار په ناروغۍ اخته دی. بې ګناه بندي دی. هغه له پي ټي اېم سره تعلق لري، خو هغه يو انسان دی. زه به د هغه لپاره غږ پورته کوم."
نوموړي زياته کړې، "زه به د هر مظلوم او هر هغه پاکستاني لپاره غږ پورته کوم چې پر هغوی ظلم کېږي."
بلخوا د پي ټي ايم د سيند صوبې مشر نور الله ترين د مارچ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې علي وزير له تېرو اتو مياشتو راهيسې په "دروغجنو" مقدمو کې د پاکستان په بېلابېلو زندانو کې ساتل کېږي
او صوبايي حکومتونو او رياستي ادارو د پي ټي ايم له مشرانو سره "ناروا" چلند پيل کړی دی.
د نوموړي په وينا، له علي وزير سره د زندان د چارواکو د روان چلند او دروغجنو مقدمو په اړه به ډېر ژر په سيند های کورټ کې درخواست دايروي.
د سکر ځايي عدالت د مارچ پر پينځمه د علي وزير پرضد په درج شوې وروستۍ مقدمه کې د هغه ضمانت منظور کړی وو خو هغه مهال علي وزير خوشي نه کړل شو او د مارچ پر شپږمه پوليسو د سيند صوبې د نوشيرو فيروز په يوه مقدمه کې د هغه ګرفتاري وښووله.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان پولیسو علي وزیر د فبرورۍ پر ۱۱مه د سیند پولیسو ته وسپاره او هغوی سکر ته ولېږداوه.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر، د نشه يي موادو د ساتلو او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی وو. خو وروسته عدالتونو په هغو مقدمو کې په ضمانت د نوموړي د خوشې کولو منظوري ورکړې وه.
خو پر هغه سربېره علي وزير خوشې نه شو او له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب د بېلابېلو ضلعو په جېلونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
په هغو ټولو ځايونو کې پولیسو پر هغه تور پوې کړی وو چې د امنيتي ځواکونو پر ضد یې ويناوې کړي او د ریاست پر ضد یې د خلکو پارولو هڅه کړې ده.
د پنجاب د هغو ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د وزیر پر ضد په ليکلو پولیس راپورونو کې ويلي چې که هغه له زندانه خوشې شي نو عامه نظم ګډوډوي.
خو د نوموړي وکيلان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هغه ټولې دعوې په مفروضو ولاړې او دا د وزیر د خاموشه کولو هڅې بولي.
د مشال راډيو موندنې ښيي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې پر علي وزير له ۱۰۰ زیاتې مقدمې جوړې شوې، ۱۲۵ ځلې عدالتونه ته وړاندې شوی او څه د پاسه درې کاله یې جېل تېر کړی دی.
علي وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت همېشه دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.