د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ناامنیو بېلابېلو پېښو کې ۶ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په ټانک کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په ټانک کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په ټانک او مرکز پېښور کې په دوو پېښو کې شپږ سرتېري او درې مشکوک وسلوال وژل شوي او د سیند په مرکز کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو مهم قومندان ګرفتار شوی دی.

پولیس وايي چې د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې وسلوالو د پولیسو او فرنټییر کور دوه سرتېري وژلي دي.

د ټانک د پولیسو مشر عبدالسلام خالد مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو او فرنټییر کور سرتېري په چوټۍ (رخصتۍ) کور ته تللي ول چې وسلوالو په کړي حیدر سیمه کې وویشتل.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

پېښور کې نښته

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د جولای پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو، پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې کارکوونکو د چارشنبې یا شورو پر ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پېښور په متنیو کې عملیات کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښته وشوه.

پوځ وايي چې په نښته کې د یو مهم قومندان په ګډون درې وسلوال او داراز، د پولیسو په ګډون څلور امنیتي سرتېري ووژل شول.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د پوځ دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

کراچۍ کې د ټي ټي پي د قومندان ګرفتاري

په همدې حال کې په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده.

د سي ټي ډي یو مشر اصف اعجاز شیخ د جولای پر ۱۰مه خبري غونډې ته وویل چې د محمد شعېب په نوم قومندان یې په اتحاد ټاون کې د کاروایۍ پر مهال نیولی دی.

هغه وویل چې شعېب د کواټ د ادم خېل درې اوسېدونکی دی او د خیبر پښتونخوا حکومت یې پر سر ۲۰ لکه روپۍ انعام ایښی وو.

شیخ وویل چې هغه کس د یوشمېر "ترهګرو بریدونو" ترڅنګ په ۲۰۱۱ز کال کې د دره ادم خېل د سکرو له کانه د ۱۶ مزدورانو په تښتولو کې ککړ وو. د هغو مزدورانو مړي په ۲۰۲۱ز کال کې په یو ډله ییز قبر کې موندل شوي ول.

د پولیسو هغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه چې شعېب په کراچۍ کې د محرم پر ماتمي لاریونونو د حملې یا پکې د چاودنې پلان جوړ کړی وو.

تحریک طالبان پاکستان لا د محمد شعېب نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر اوومه په کراچۍ کې په یو وسلوال برید کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې یو افسر ووژل شو. ټي ټي پي د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

په پاکستان کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی خو حکومت وايي چې د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي.

د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

داراز، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات مهم بللي دي.

XS
SM
MD
LG