د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې په "موقتي ډول" د خلکو تګ راتګ بیا پیل شوی دی


چارواکي وايي، د تورخم دواړو خواوو ته یې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده - پخوانی انځور.
چارواکي وايي، د تورخم دواړو خواوو ته یې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده - پخوانی انځور.

په خیبر او ننګرهار کې چارواکي وايي چې تر پینځه ورځني ځنډ وروسته یې د تورخم پر وره "په موقتي ډول" د خلکو تګ راتګ بهیر پیل کړی دی.

په تورخم کې پاکستانیو او د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، په بشپړ ډول د لارې بیا پرانیستو لپاره د دواړو لوریو ترمینځ خبرې روانې دي. دوی وايي، د جمعې پر ورځ یې یوازې هغو ګڼو افغانانو او پاکستانیانو ته خپلو هېوادونو ته د اوښتو اجازه ورکړې چې له یوشمېر ورځو راهیسې دواړو خواوو ته په انتظار ول.

دا اقدام تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل، د تورخم ور بیا پرانیزي.

په تورخم کې پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته ویلي ول چې له طالبانو سره یې غونډه کړې چې پکې د لارې د بیا پرانیستو پر "تخنیکي چارو" بحث شوی دی. دوی په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

تر دې څو ساعته مخکې په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت والي له دفتره په بیان کې راغلي ول چې "افغان او پاکستانیو چارواکو" د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۳مه سهار نهه بجې د "هر ډول تګ راتګ" لپاره خلاصه کړه.

البته وروسته معلومه شوه چې پر لاره تګ راتګ نه وو پیل شوی.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته د یو ورځني سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر پر هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې د پاکستان له پلاوي سره یې پر اقتصاد، سوداګرۍ او داراز، د تورخم او چمن پر دروازو د خلکو تګ راتګ په اړه خبرې وکړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هم هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې د پلاوي د سفر موخه پر "امنیتي موضوعاتو" له طالب چارواکو سره خبرې کول دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه چې تر هغې وروسته د پاکستان لوري ته ټول سرکاري دفترونه وتړل شول او دوه اړخيزه تجارت ودرېد.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ضياالحق سرحدي رويټرز خبري اژانس ته ویلي ول چې له هغې ورځې راهیسې تر ۶،۰۰۰ پورې په سامانونو بار ټرکونه د تورخم پولې دواړو خواو ته ولاړ ول.

د هغې دروازې تړل کېدو له کبله له پېښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.

طالب چارواکو د تورخم دروازه تر هغې وروسته تړلې وه چې د دوی په وینا، د پاکستان سرحدي ځواکونو ځینې افغان ناروغان او ورسره خدمتګاران د سفري اسنادو نه لرلو له وجې ستانه کړي ول نو ځکه یی دا ګام احتجاجاً پورته کړ.

دوی زیاته کړې چې تر بل امر پورې دې افغان وګړي د تورخم په دروازه پاکستان ته نه اوړي او په کار ده چې پاکستاني چارواکي ورسره هغه کړې ژمنې پوره کړې چې په تېرو غونډو کې یې کړې وې.

پاکستانیو چارواکو دا نه دي ویلي چې دوی له طالب چارواکو سره کړې کومې ژمنې نه دي پوره کړي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د اسلام اباد او طالبانو حکومت اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دواړو غاړو په وار وار د دې ستونزو پر حل خبرې هم کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه افغانستان ته يو ورځنۍ سفر کړی وو چې پکې يې له طالب مشرانو سره د نورو مسلو ترڅنګ پر لارو د تګ راتګ ستونزو هم څېړلې وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ټيټ رتبه چارواکو هم وخت نا وخته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم د پاکستان چارواکو پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د ډیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټرافیکي ستونزې به هواروي.

XS
SM
MD
LG