په تورخم کې د ګمرکي چارو شخصي ټولنې (کسټمز کلېیرنګ اېجنټس) غړو، سوداګرو او ډرېورانو د ګمرک (کسټمز) دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده او له حکومته یې غوښتي دي چې د خیبر درې پر لاره ولاړو ګاډو ته افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تورخم کې د پاکستانیو چارواکو له خوا د سامان وړونکو ډرېورانو لپاره د سفري اسنادو د لازمي کولو له کبله هلته سوداګري درېدلې ده او کاروباریان وايي چې مالونه یې په خرابېدو دي.
د پاکستان د ګمرک (کسټم) دفتر او پلټنو وفاقي ادارې (اې اېف اې) چارواکو د جنورۍ پر ۱۳مه بې له پاسپورټ او ویزې پر تورخم د مال وړونکو ګاډو تګ راتګ ودراوه چې په غبرګون کې یې هغې خوا ته د طالبانو د حکومت چارواکو هم ورته اقدام وکړ.
له هغې ورځې راهیسې د جنورۍ تر ۱۷مې پورې دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ ولاړې دي.
مظاهرچیانو وویل چې حکومت دې افغان ډرېورانو ته د تورخم پر صفري نقطه پر پاسپورټ د ویزې لګولو اسانتیا ورکړي او چې کله هم حکومت د لارې تړلو پرېکړه کوي نو سوداګر دې وار له مخه خبروي چې هغوی مال نه باروي او له تاوان سره نه مخامخېږي.
د خیبر درې پر لاړه د یو مال وړونکي ګاډي افغان ډرېور اغا محمد د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې جوار یې بار کړي دي او کابل ته تګ غواړي. "پاسپورټ راسره شته، خو موده یې ختمه شوې ده او د پاکستان ویزه راسره نه شته. په کار دی چې اوس راته افغانستان ته د اوښتو اجازه راکړي، دلته د شپې ډېره یخني وي او د خوړو بندوبست هم نه شته."
یو بل ډرېور حیات شاه وویل چې غوړي یې بار کړي دي نو که حکومت دې دا ځل ورسره نرمي وکړي.
د پاکستان حکومت لا د مظاهرچیانو او ډرېورانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تورخم کې یو انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۱۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پر دې موضوع په تورخم کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د طالبانو د حکومت چارواکو ترمینځ یوه غونډه شوې ده خو لا یې نتیجه نه ده ورکړې.
په تورخم کې د ګمرک او د خلکو تګ راتګ چارو (کسټمز اېنډ اېمېګرېشن) ادارې چارواکي وايي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې ډرېورانو ته د سفري اسنادو برابرولو وینا کړې وه او وخت یې هم ورکړی خو هغوی تر اوسه دا کار و نه کړ، نو ځکه یې ګاډي درولي دي.
چارواکي وايي چې د دواړو خواوو مساپر پر تورخم د پخوا په څېر په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ کوي او هغه بهیر له دې نوې پرېکړې نه دی اغېزمن شوی.
اسلام اباد وايي چې له افغانستان سره د تګ راتګ پر ټولو لارو یو ډول تګلاره عملي کوي او بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د سفر اجازه نه ورکوي. د پاکستان حکومت وايي چې دا کار د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.
همدا لامل دی چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱م راهیسې سوداګرو او مزدورانو پرلت ته دوام ورکړی دی او وايي چې حکومت باید ورته د پخوا په څېر د کندهار له سپین بولدک سره په شناختي کارډ، تذکرو یا بلې سفري اجازتنامې (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.
د چمن د پرلتوالو مشر د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت یې غوښتنه و نه منله نو د جنورۍ له ۲۰مې څخه به هلته ۵۰ تنه د نه خوړو احتجاج پیل کړي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.
د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.
د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې پولو د انتظام (بارډرمېنېجمنټ) تګلاره عملي کړه او له هغه وخت راهیسې عامو وګړ ته پر تورخم بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي خو له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډرېورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله او خپل شناختي کارډونه او تذکرې یې کارولې.
د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې افغان ډرېورانو ته یې څو څو وارې ویلي دي چې د تګ راتګ لپاره خپل اسناد پوره کړي.
تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.
هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت پر وخت د مال وړونکو ګاډو او خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې پاکستانیو چارواکو په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښتل، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.
دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.
د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کړی وو.