د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا د پوځیانو ترمینځ ګډ تمرینونه پای ته رسېدلي دي


د امریکا او پاکستان ځواکونه د ګډو تمرینونو په پای کې یو ځای ولاړ دي - د جولای ۱۰مې انځور.
د امریکا او پاکستان ځواکونه د ګډو تمرینونو په پای کې یو ځای ولاړ دي - د جولای ۱۰مې انځور.

د پنجاب د کاریا سیمې په پبي کې د پاکستان او امریکا د پوځیانو ترمینځ ګډ تمرینونه پای ته رسېدلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې له دوو اونیو راهیسې د روانو تمرینونو موخه د ځواکونو ترمینځ د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې له یو بل سره د تجربو د شریکولو ترڅنګ په عملیاتو کې د خپلو وړتیاوو او مهارتونو پیاوړي کول ول.

هغه مشقونه د جون پر ۲۹مه د پبي د ترهګرۍ پرضد په ملي مرکز پیل شوي ول.

ای اېس پي ار په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د پاکستان او امريکا پوځي افسرانو د تمرینونو تر بشپړېدو وروسته له يو بل سره د نظامي وړتياوو شريکول ارزښتناکه وبلل.

په پنجاب کې پوځي مشقونه پر داسې مهال شوي دي چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.

خو په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو سیمو ولسي مشرانو او د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو د عملیاتو مخالفت کړی دی او پرضد یې احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.

د دې په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه په بیان کې ویلي ول چې هغه قراردادد دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره تعمیري نه دی.

تر دې وروسته د جون پر ۲۸مه د پاکستان قامي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې یې استازو جرګې پر قرارداد اندېښنه ښکاره کړه.

XS
SM
MD
LG