د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا پوځیانو ګډ تمرینونه پیل کړي دي


په پنجاب کې د پاکستان او امریکا پوځیان د ګډو تمرینونو د پیل پر مهال - د جون ۲۹مې انځور.
په پنجاب کې د پاکستان او امریکا پوځیان د ګډو تمرینونو د پیل پر مهال - د جون ۲۹مې انځور.

د پنجاب په پبي کې د پاکستان او امریکا د پوځیانو ترمینځ ګډ تمرینونه پیل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر درېیمه په بیان کې ویلي دي چې د ګډو مشقونو موخه د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمینځ د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د تاکتیکي وړتیاوو او مهارتونو شریکول دي.

په بیان کې راغلي دي چې د دواړو هېوادونو پوځیان به له یو بل سره د تجربو د شریکولو ترڅنګ په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې کارېدونکې طریقې او کړنلارې لا پیاوړې کړي.

ای اېس پي ار زیاتوي چې دا تمرینونه، چې د جون پر ۲۹مه د ترهګرۍ پرضد په ملي مرکز پیل شوي، به تر دوو اونیو روان وي.

پنجاب کې د پاکستانیو او امریکايي پوځیانو ګډ تمرینونه پیل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:47 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې امریکايي سفیر ډانلډ بلوم ویلي دي چې له پاکستان سره دوه اړخیزه تعلقات پراخوي.

نوموړي د جولای پر دویمه یوې غونډې ته وویل چې واشنګټن له پاکستان سره د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې شریک کار ته دوام ورکوي.

په پنجاب کې پوځي مشقونه پر داسې مهال کېږي چې د امریکا د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.

د دې په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه په بیان کې وویل چې اسلام اباد باور لري چې د هغه قرارداد وخت او پس منظر د دواړو هېوادونو د مثبتو اړيکو له محرکاتو سره سمون نه خوري او دا د پاکستان د سياسي حالاتو او انتخاباتي عمل په اړه د نیمګړې پوهې نتيجه ده.

تر دې وروسته د جون پر ۲۸مه د پاکستان قامي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې یې استازو جرګې پر قرارداد اندېښنه ښکاره کړه.

سمونه: په دې خبر کې مخکې لیکل شوي ول چې تمرینونه د نوښار په پبو کې پیل شوي دي. دا تېروتنه وه او مشقونه د پنجاب په پبي سیمه کې کېږي.

XS
SM
MD
LG