د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ناامنۍ پرضد پرلت دوام لري


په شمالي‌ وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په وار وار د ناامنۍ پرضد جرګې او لاریونونه شوي‌ دي. (انځور: ارشیف)
په شمالي‌ وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په وار وار د ناامنۍ پرضد جرګې او لاریونونه شوي‌ دي. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د ځايي خلکو سیاسي ګوندونو او اتمانزی جرګې له خوا په شریکه د امن لپاره ناسته دوام لري.

د غونډې یو مخکښ او د اتمانزی جرګې ویاند مولانا بیت الله مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۶مه د انتظامیې له خوا جرګه ورغلې او د ناستې له مشرتابه سره خبرې اترې کړې دي.

د ده په وینا، حکومتي جرګې ډاډ ورکړی چې د ګیس پر نللیکه یا پایپ لاین به تر هغه وخته کار ولاړ وي چې پرلتوالو ته د دې ډاډ نه وي ورکړل شوی چې لومړی به ګېس ځايي خلکو ته ورکول کېږي.

خو مولانا بیت الله وویل چې حکومت دوی ته د امن ټینګښت او په وسایلو کې د خپل حق ورکولو په ژمنې پوره کولو کې پاتې راغلی دی نو ځکه دوی په احتجاج لاس پورې کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر څو د امن پر ځای کېدو لپاره ډاډ تر لاسه نه کړي، تر هغه وخته به یې د میرلي په څلورلاره کې پرلت روان وي.

د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې خبرې روانې دي او په وار وار یې هغوی ته ډاډ ورکړی دی.

د ده په وینا، حکومت د امنیت ټینګښت لپاره هره ممکنه هڅه کوي. ده وویل، " تر څو چې د ګیس خبره ده نو د پرلت مشرانو ته بې ویلي چې په څو ورځو کې به دوي لیکلی ډاډ ورکوي، چې لومړی به ځايي خلکو ته ګیس هرو مرو ورکول کیږي او له هغه وروسته به پر پایپ لاین نور کار کوي."

دا له هغه وروسته ده چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اتمانزيو جرګې د پاکستان نورو سیمو ته د ګیس لېږدولو نللیکې (پایپلاین) یوه برخه پرې کړې وه.

د اتمانزیو د جرګې مشر ملک نصر الله د اګست پر ۱۴مه حکومت ته د یوې ورځې وخت ورکړی وو چې که د امنیت ورکولو په اړه خپله ژمنه پوره نه کړي نو نللیکه باسي.

خو د ميرلي د موسکي او حسوخېلو مشران د ګیس نللیکې د ايستلو په اړه د اتمانزيو جرګې له پرېکړې سره موافق نه دي.

د اتمانزیو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې ورغونډو شویو خلکو ته په وینا کې وویل چې د مشینونو نه لرلو له وجې د ټول پایپلاین په ایستلو ونه توانېدل خو یوه برخه یې پرې کړې ده.

ده زیاته کړه چې د امنیت او د ضلعې پر وسایلو د خلکو د حق تر غوښتنو منل کېدو پورې احتجاجي غونډو او ناستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې په شمالي وزیرستان کې ناامني زیاته شوې او د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې په دوو بریدونو کې دوه تنه ووژل او دوه ژوبل شول.

له دې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.

د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په وار وار احتجاجونه کړي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې يې کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

XS
SM
MD
LG