د افغانستان، ترکمنستان او ازربایجان د بهرنیو چارو وزیران د جولای پر ۱۳مه د ویډیو له لارې درې اړخیزه غونډه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد د جولای پر ۱۲مه په کابل کې رسنیو ته وویل چې په غونډه کې د درېواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر هغو مسلو بحث وکړي چې د دې هیوادونو مشرانو د جولای پر دویمه په ویډیويي غونډه کې یادې کړې وې.
د ده په وینا، په غونډه کې زیات بحث په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات راوستو لپاره پر ملي او نړیواله کچه هڅې روانې دي.
د فبرورۍ پر ۲۹مه، امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم، د طالبانو له لوري د یو لړ امنیتي ژمنو پوره کولو په بدل کې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.
له هوکړې سره سم، افغان حکومت او طالبان به هم مستقیمې خبرې پیلوي.
د دې خبرو پیل لپاره دواړو خواوو د یو بل ګڼ بندیان خوشې کړې دي.
افغان ولسمشر اشرف غني په بیا بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه بللې.
د فېسبوک تبصرې