د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې سیکان د خپلو مړو د سوځولو او وروستیو مراسمو لپاره د موجودو ځایونو بیارغونه او د نویو هغو د جوړولو او پکې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
په سوات کې د سیکانو د خیر ښېګړې یو فعال منګېش کمار وايي، د پشکال په بارانونو او سېلابونو کې د مینګورې او بریکوټ د شمشان ګاټ (د وروستیو مراسمو او مړو سوځولو ځای) دېوالونه پرېوتي دي.
ده د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، سېلابونو شمشان ګاټ ته لوی زیان اړولی دی. "په شمشان ګاټ کې موږ خپل مړي سوځوو او اخري رسومات ترسره کوو. دا زموږ لپاره ډېر ضروري دی. په سوات کې درې شمشان ګاټونه دي، یو په مینګوره، یو په بریکوټ او بل په خوازه خېله کې دی. خو سېلابونو ټولو ته زیانونه اړولي دي. د مینګورې شمشان ګاټ خو اوس په ډاګ پروت دی، چاردیواري یې نه شته او د بازار په منځ کې دی."
کمار وايي، د چاردیوارۍ نه شتوالي له وجې د مړو سوځولو پر وخت ځايي خلک ورغونډېږي او ننداره یې کوي چې دوی دا کار نه خوښوي.
د هندوانو او سیکانو په دین کې مړي سوځول کېږي او وروستي رسمونه یې ادا کېږي. د سیک دین منونکي پر دې باور لري چې طبعي وجود د روح کور وي او همدا لامل دی چې هغوی د مړي سوځولو ته لومړیتوب ورکوي خو په دین کې د مړي ښخول هم جایز دي. خو د هندوانو په دین کې د مړي سوځول اړین دي.
په سوات کې د سیکانو د ټولنې یو مشر او د عوامي نیشنل ګوند پخوانی سېنېټر امرجیت ملهوترا وايي، په هغه ضلع کې شمشان ګاټونه اسانتیاوې نه لري.
ده د سېپټېمبر پر ۲۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه، "اوس روان کال دلته په بريکوټ کې یو تن عزیز الله خان موږ ته وړیا ځمکه راکړه او موږ ترې دېوالونه تاو کړل. لا نور سهولت نه لري، خو له بده مرغه هغې ته هم په سېلابونو کې زیان ورسېد او د مینګورې شمشان ګاټ هم سېلابونو ویجاړ کړی دی."
په پېښور کې د شمشان ګاټ نه شتون
په خیبر پښتونخوا کې سیکان او هندوان وایي، دوی په ډېرو سیمو کې لا هم د خپلو مړو د سوځولو لپاره د شمشان سهولت نه لري چې پکې پېښور هم شامل دی چې د هندوانو او سیکانو یوه لویه ابادي لري.
په پېښور کې د هندوانو او سیکانو د حقونو یو فعال صاحب سېنګ د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وویل چې په پېښور کې د هندوانو او سیکانو لپاره د شمشان ګاټ جوړولو منظوري د پاکستان تحریک انصاف ګوند پخواني اعلاوزیر پروېز خټک ورکړې وه خو تر اوسه پرې کار نه دی پیل شوی. "موږ په پېښور کې شمشان نه لرو، خپل مړي د نوښار د خیر اباد شمشان ګاټ ته وړو. دا ډېر کړاو وي، ټوله خرچه هم د مړي په کور راځي. په خیراباد کې هم موږ دوه شمشانونه خپله جوړ کړي دي. حکومت ته مو د پېښور د هغې څو څو وارې غوښتنه کړې، د دې لپاره حکومت فنډ ایښی دی، خو چې کومې سیمې ته ځو هلته ځایي خلک ځمکه نه راکوي. خلک د شمشان پر جوړولو اعتراض لري او حکومت هم پکې عملي کار نه دی کړی."
خدای مه کړه که زموږ څوک مړ شي نو موږ به یې رسومات په ښکاره میدان کوو ځکه چې د مینګورې د شمشان ټول دېوالونه سېلاب وړي دي او پکې نور څه سهولت هم نه شته.همېش کمار
له خیبر اباده پرته، د پېښور هندوان او سیکان د مړو وروستیو مراسمو لپاره له ښاره ۷۰ کیلومیټره لیرې اټک ته وړي.
اخوا د سوات همېش کمار وايي، د مینګورې شمشان ګاټ اوسمهال په ډېر خراب حالت کې دی چې په سمدستي توګه بیاودانۍ ته ضرورت لري. "که دا وخت په سوات کې خدای مه کړه زموږ څوک مړ شي نو موږ به یې رسومات په ښکاره میدان کوو ځکه چې د مینګورې د شمشان ټول دېوالونه سېلاب وړي دي او پکې نور څه سهولت هم نه شته. د مینګورې شمشان پر بایپاس روډ جوړ دی، د دې ځمکه په ۱۹۸۰ز لسیزه کې زموږ مشرانو ته په هغه وخت کې ځایي خلکو په ارزانه بیه ورکړې وه. بیا پکې لږ ډېر کار شوی وو، خو هلته اوس هم نه خو د ناستې ځای شته او نه کوم بل څه سهولت. "
حکومت څه وايي؟
خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د شمشان ګاټونو د بیارغونې او پکې د اسانتیاوو چارې به ژر پیل شي.
د لږکیو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار وزیرزاده د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د مینګورې او بریکوټ د شمشان ګاټونو بیاودانۍ لپاره پیسې بېلې کړې دي. (له ما سره چې کوم درخواستونه راغلي ول هغه د بریکوټ د نوي او د مینګورې د زوړ شمشان د بیا جوړولو ول. زموږ حکومت د دې لپاره د ۸۴ لکو روپیو منظورې ورکړې، ټېکې هم شوې دي. د مینګورې د هغې د بیا رغونې کار او چاردیواري، دا ټول پکې شامل دي او په راروانه (اکتوبر) میاشت کې به پرې کار پیل شي."
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، په هغه هېواد کې تر ۲۰،۰۰۰ زیات سیکان اوسي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې مېشت دي. له سرشمېرنې سره سم، په پاکستان کې څه باندې ۴۴ لکه هندوان اوسي چې د پاکستان د ټول شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه نفوس ۲.۱۴ سلنه جوړېږي.