د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د قبایلو انضمام ضد درخواست اوري


یو شمېر قبایلي مشران وايي، د فاټاانضمام غیر قانوني دی.
یو شمېر قبایلي مشران وايي، د فاټاانضمام غیر قانوني دی.

خیبر ـ د قبایل تحفظ موومنټ په نامه سازمان وايي، سپریم کورټ یې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډېدو ضد درخواست د اورېدنې لپاره منلی دی.

دا خبره د یاد سازمان مشرانو د نومبر پر ۱۰مه د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وکړه.

دوي وویل، په درخواست کې یې دا دریځ وړاندې کړی چې د قبایلي سیمو ټول ولس په دې خوښ نه دی چې د هغوی له خوښې پرته په خیبر پښتونخوا کې شامل کړل شوي دي.

هغوی دا هم وویل چې په صوبه تر ګډېدو وروسته یې حالت د ښه کېدو پر ځای خراب شوی دی.

د ادم خېلو درې یو مشر ملک اکبر اپریدي مشال راډیو ته وویل د انضمام پر ضد به خپلې هلي ځلې جاري ساتي.

"زموږ درخواست په سپریم کورټ کې منظور شوی او موږ به د دې غیر اییني ګام پر ضد خپله مبارزه جاري ساتو. موږ هیله من یو چې انصاف به راسره وشي."

نوموړي وړاندې وویل، هغوی ته دې د خپلې خاورې اختیار بیرته ورکړل شي، که حکومت سره وسایل وو نو ځان له صوبه به ورکړي که نه وو نو په خپل حال دې پرېښودل شي.

د قبایلستان تحفظ مومنټ مرکزي جنرل سیکرټري سردار اضغر اپریدي وویل، له حکومت سره د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره هېڅ ډول پلان نشته. هغه وویل، د فاټا اصلاحاتو کې دا نه وو شامل چې پخوانۍ قبایلي سیمې به په خیبر پښتونخوا صوبې ورګډولی شي.

خو حکومت وايي دوی د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره کړې وعدې پوره کوي او تېر کال د ۲۵ اییني ترمیم لاندې د قبایلو په خوښه فاټا په خیبر پپښتونخوا کې ورګډه شوې، ایف سي ار ختم شوی، هلته عدالتي نظام غځول شوی، قبایلو ته په صوبایی اسمبلۍ کې نمایندګي ورکړل شوې او په مرحله واره توګه قبایلي ضلعو ته د بندوبستي ضلعو په څېر برابر حقونه ورکول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG