د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتظامیه وايي د همزوني له مشرانو سره یې جرګه کامیابه شوې


په میرامشا کې د خلکو احتجاجي ناسته
په میرامشا کې د خلکو احتجاجي ناسته

پراګ ـ د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د دسمبر پر لومړۍ نېټه په میرلي کې د همزوني قوم او د انتظامیې ترمنځ کامیابه جرګه شوې ده او په همدې اړه دواړه خواوې د یوې لویې جرګې په جوړولو رضا شوي دي.

د شمالي وزیرستان همزوني قبایلو د نومبر پر ۳۰مه او د دسمبر پر لومړۍ نېټه وروسته له هغې لاریون، مظاهره او جرګه وکړه چې د امنیتي ادارو په ولقه کې د هغه قوم سره تړاو لرونکی ځوان رضاالله مړ شو.

اوس انتظامیه وايي، ممکنه جوړېدونکې لویه جرګه به په راروانو درو ورځو کې د حالاتو څارنه کوي، د همزوني قام اندېښنې به لرې کوي او د هغوی غوښتنې به پوره کېږي.

که څه هم انتظامیه وايي چې د همزوني قام سره یې جرګه کامیابه شوې خو تر دې ګړۍ د یاد قوم مشرانو پخپله په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

هلته پښتون ژغورنې غورځنګ هم په وزیرستان کې د بدامنیو، هدفي وژنو او د امنیتي ادارو د ناوړه سلوک پر ضد د نومبر له ۳۰مې د میرامشا په پاکستان مارکېټ کې پرلت غځولی دی.

د هغوی یو مشر جمال داوړ د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، تر څو له هغوی سره خپله مذاکرات نه وي شوې، پرلت به یې دوام لري.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ پر پاکستاني امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې رضاالله یې د حراست پر مهال وژلی دی.

هغه وویل، څو ورځې وړاندې په همزوني سیمه کې د ماین له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو ځیني کسان ونیول چې پکې رضاالله هم وو.

هغه وړاندې وویل: "چې چاودنه وشوه، له هغې وروسته امنیتي ځواکونو پر ولسي کسانو چاپې وهل شروع کړې،۱۰ کسان یې له دغه کلي نه اوچت کړل. له هغې وروسته د کلي خلکو احتجاج شروع کړو. زما په هڅو پنځه کسان هغوی پرېښودل او دا نور ورسره وو. خو نن ( د نومبر ۳۰مه) سهار موږ ته خبر راغی چې هغه کس د پوځ د تشدد په دوران ور مړ شوی دی."

محسن داوړ وايي، دا بلکل بېګنا کسان نیول شوي ول. هغه زیاتوي که چا ګنا کړې هم وي نو پوځ ته دا اختیار نه وي چې هغه به یې د توقیف پر مهال وژني.

د واکمن ګوند تحریک انصاف غړی اقبال افریدی وايي، د وژل شوي وزیرستاني ځوان رضاالله د وژنې د نوعیت په اړه لا معلومات نه لري نو ځکه څه نه شي ویلی، خو د هغه په وینا په قبایلي ضلعو کې اوس هم د ترهګرۍ پېښې کېږي او پوځ یې پر ضد کارروايي کوي:

"د دې کیس نوعیت معلومول دي چې دا کس څنګه مړ شو؟ ایا شکنجه شوی که نه؟ په ګولۍ خو نه دی ویشتل شوی؟ نور مرګ خو انسان ته په هر حال او هر ځای کې راتلی شي."

امنيتي ادارو په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي او د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر رياست غږ کړی چې مشکوک کسان بايد عدالتونو ته وړاندې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشر مهدي حسن وايي، حکومت له پکار دي چې اییني او جمهوري لارې استعمال کړي او پر ځای د دې چې د شک په بنیاد نیول شوي کسان تر ډېرې مودې پورې په حراست کې ساتي، عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

"موږ او عدالتونو څو وارې دا ویلي چې په دې راته اعتراض نیشته چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګډون قانون نافذ کونکېو ادارو ته د یو تورن تن د نیولو حق ترلاسه دی. خو قانون وايي چې ګرفتاره شوی تن باید په ۲۴ ساعتونو کې دننه عدالت ته وړاندی کړل شي او پر هغه لګیدلي تورونه دې عدالت ته وویل شي. باید د قانون پر دې خبره عمل وشي. موږ څو ځله دا مسله راپورته کړې ده او ویلي مو دي چې په جمهوري او اسلامي ټولنو کې داسې پېښې د منلو وړ نه دي."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم داسې ډېرې پېښې تکرار شوي چې پکې د پولیسو یا امنیتي ادارو په ولقه کې کسان وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG