د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې د دوو کورنیو ترمینځ پخوانۍ دښمني په دوستۍ واوښته


د دواړو کورنیو غړي د سېپټېمبر پر ۱۷مه یو بل ورغاړې وتل او د دوستۍ ژمنه یې وکړه.
د دواړو کورنیو غړي د سېپټېمبر پر ۱۷مه یو بل ورغاړې وتل او د دوستۍ ژمنه یې وکړه.

د افغانستان د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي چارواکو په مرسته د دوو کورنیو ترمینځ اته کلنه پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه په سیمه کې د جرګې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د دښمنۍ له پیل راهیسې په نښتو کې د دواړو لوریو ۱۱ تنه وژل شوي او ورته لوی مالي زیانونه اوښتي ول.

د جرګې په پای کې د دواړو کورنیو غړو او استازو یو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.

د دواړو کورنیو استازو خیال محمد کوچي او ایوب میوند په جرګه کې ژمنه وکړه چې پخوانۍ بدي هېروي او له یو بل څخه یې د دوستۍ د پابندۍ غوښتنه وکړه.

کوچي وویل، له "خپلې کورنۍ دا غوښتنه کوم چې نور دې موضوع ته د پای ټکی کښېږدي او له مقابل [لوري] مې همدا هیله ده."

میوند هم په خپلو خبرو کې وویل، "هیله مو دا ده چې بل جانب په راتلونکې" کې سولې ته ژمن پاتې شي او "موږ خو ګوتې لګولي، نور به هېڅ مشکل هم نه وي، په اینده کې به انشاالله مشکل نه جوړوو."

جرګې ته لسګونه کسان، مشران او د طالب حکومت چارواکي ورغلي ول - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.
جرګې ته لسګونه کسان، مشران او د طالب حکومت چارواکي ورغلي ول - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.

د خروار ولسوالۍ دوو قومي مشرانو له چارواکو او مخورو څخه وغوښتل چې د جرګو له لارې دې نورې دښمنۍ او لانجې هم ختمې کړي.

په لوګر کې د طالبانو د حکومت والي مولوي عنایت الله شجاع له مشرانو وغوښتل چې د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر دې د خلکو ترمینځ د دښمنیو ختمولو هڅې وکړي.

ده زیاته کړه، " که یو څوک په جنګ پوهېږي، یو څوک په دعوه پوهېږي، تاسو د هغو پښتنو بچیان [یاست] چې په سوله هم پوهېږئ، په ګذشت او صبر هم پوهېږئ، غیرتي سړی هغه څوک نه دی چې هغه خپل دښمن ډاروي، بلکې هغه څوک دی، چې صبر او زغم لري. "

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست یو چارواکي مولوي اخترشاه هاشمي جرګې ته په خبرو کې غوښتنه وکړه چې په خپلو کې له دښمنیو، کرکو او تربګنیو لاس واخلي، ځکه "په اسلام کې" د دې ډول کړنو "په کلکه" ممانعت دی.

XS
SM
MD
LG