د نوښار پولیس وايي، پر یوه نهه کلن ماشوم د جنسي تېري په تور یې د هغه ناسکه کاکا نیولی دی.
د اکوړي خټک تاڼه دار عنایت امجد د سېپېټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه یو سړی ورغی او ورته یې وویل چې ناسکه ورور یې پر زوی جنسي تېری کړی دی.
د ده په خبره، ملزم یې پر هم هغه ورځ ونیو، عدالت ته یې وړاندې کړ او اوس په زندان کې دی.
امجد وايي، ناسکه تره خپل ماشوم وراره ته ۵۰۰ روپۍ ورکړې وې او ورته یې ویلي ول چې د پېښې په اړه څه و نه وايي:
د ماشوم پلار په رپورټ کې لیکلي چې "له ماشوم سره ۵۰۰ روپۍ وې، له هغه یې پوښتلي چې [پیسې] چا درکړې دي؟ نو هغه ورته ویلي چې دا ما ته تره راکړي. ده ورڅخه پوښتلي چې څه لپاره یې درکړي؟ هغه ورته ویلي چې څو ورځې مخکې یې" ورباندې جنسي تېری کړی وو.
دا په نوښار کې له اګست میاشت راهیسې د جنسي تېري څلورمه پېښه ده.
د اګست پر ۱۶مه د رسالپور تاڼې پولیسو مشال راډیو ته ویلي ول چې یوه پېنځه کلنه ماشومه تر تېري وروسته وژل شوې او مړی یې په بوجۍ کې پروت وو.
والدین په ماشومانو نه پوهېږي چې هغوی څه غواړي. دا ماشومان بیا له کوره بهر ځي او د خلکو توجه ترلاسه کوي. دوی له ځانه له مشرانو سره ملګرتیا کوي او بیا د دې پېښو ښکارېږي.ارسه نظر
هغه مهال د سیمې اوسېدونکو مشال راډيو ته ویلي ول چې پر ماشومانو د تېري پېښو اندېښمن کړي دي.
څېړنیز سازمان "ساحل" په کلني رپورټ کې لیکلي چې په ۲۰۱۹ز کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد ټولې ۲،۸۴۶ پېښې ثبت شوي چې پکې یوازې شپږ فیصده یې د خیبر پښتونخوا او دوه سلنه یې د بلوچستان هغه وې. تر نیمايي زیاتې پېښې په پنجاب او ۳۰ فیصده یې په سیند کې ثبت شوي.
پر ماشومانو د جنسي تېري او ځورونو لاملونه
په پاکستان کې پوهان او څېړونکي وايي، یو خو په هغه هېواد کې دا د رسوایۍ مسله ده نو ځکه خلک ورباندې غلي پاتې کېږي او بل دا چې میندې او پلرونه له ماشومانو سره نېږدې اړیکي نه پالي او هغوی د ځان ساتنې په اړه نه روزي.
په ساحل سازمان کې د رواني یا نفسیاتي چارو څېړونکې ارسه نظر وايي، په هره کورنۍ کې چې پر ماشوم د تشدد پېښه وشي، لاملونه یې جلا وي، خو د دوی څېړنه ښيي چې ځینې داسې خبرې دي چې هغه تکرارېږي.
نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، یو خو میندې او پلرونه پر ماشومانو ځان نه پوهوي او توجه نه ورکوي:
"والدین په ماشومانو نه پوهېږي چې هغوی څه غواړي. دا ماشومان بیا له کوره بهر ځي او د خلکو توجه ترلاسه کوي. دوی له ځانه له مشرانو سره ملګرتیا کوي او بیا د دې پېښو ښکارېږي. دویم، ځینې ماشومان په نشه يي توکو روږدي کېږي. دوی چې کله پیسې نه لري او نشې ته اړتیا لري نو بیا د جنسي تشدد ښکار کېږي. درېیم لامل چې موږ ډېر لیدلی دا دی چې هغه کس چې پر ماشومانو جنسي تېری کوي، هغه خپله په وړوکتوب کې د دې تشدد ښکار شوی وي. دې کس تر ټاکلي او مناسب عمر مخکې جنسي اګهي ترلاسه کړې وي نو دی بیا پر نورو ماشومانو تشدد کوي او چې خپل جنسي ضرورت پوره نه کړي نو نه مطمینېږي. یو بل لامل یې دا دی چې هغه میندې او پلرونه چې له یو بله جلا شوي وي، یا په کور کې سره وران وي، نو ماشومان یې اغېزمنېږي او پر هغوی د جنسي تشدد امکانات زیاتېږي."
په پېښور کې د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود هم مني چې هغه ماشومان چې خپله د جنسي تشدد ښکار شوي وي، په لوی عمر کې پر نورو ماشومانو د تېري هڅې کوي.
دی وايي، بله ستونزه دا ده چې د دې ډول پېښو پر ضد ښکاره غږ نه پورته کېږي:
"موږ ته پته ده چې زموږ په ملک او علاقو کې دا [ډول] خبرې او په وړوکوالي کې پر ماشومانو جنسي تشدد عام دی او [په ډاګه] د دې غندنه نه ده شوې او د دې [پر ضد] د کار کولو کوښښ هم نه دی شوی."
د ساحل سازمان مشره ډاکتره منیزې بانو وايي، په پاکستان کې بېوزلي او د زیاتو ماشومانو زېږول هم پر هغوی تېري ته لاره برابروي:
"غربت او د زیاتو ماشومانو زېږول، همداراز، والدین نه وي خبر چې بچي یې چېري ځي، میندې او پلرونه نه پوهېږي چې ماشومان یې له کومو ګواښونو سره مخامخېدای شي او بل دا چې خلک د هېواد له قانوني او عدلي نظامه پوره خبر نه دي چې څنګه د تېريګرو یا ځورونکو پر ضد اقدام وکړي – نو دا هر څه چې یو ځای شي، پر ماشومانو د جنسي تېري او تشدد پېښو زیاتوالي سبب شي."
د جنسي تشدد مخنیوي لارې چارې
په پاکستان کې د ساحل سازمان ارقام ښيي چې زیاتره تېریګر یا تشدد کوونکي د ماشومانو خپلوان، ګاونډي او یا نور اشنا کسان ول.
له رپورټ سره سم، له څه پاسه ۳،۷۰۰ تشدد کوونکو څخه یې ۲،۲۲۲ د ماشومانو ګاونډیان او خپلوان ول.
ارسه نظر وايي، څو کاله مخکې تشدد کوونکی نااشنا کس وو او چې د دې ډول پېښو په اړه په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې بحثونه وشول نو میندو او پلرونو ماشومان له بهرنیو ګواښونو خوندي کړل، خو اوس د کورونو دننه پر هغوی جنسي تشدد کېږي.
ارشد محمود او منیزې بانو وايي، په پاکستان کې د ماشومانو د ساتنې او پر هغوی د تشدد کوونکو د سزا قوانین شته خو د پلټنو او مقدمو بهیر خورا ورو دی چې له وجې اغېزمنه کورنۍ ژر انصاف نشي ترلاسه کولای.
درېواړه پوهان په دې اند دي چې پر ماشومانو د تشدد مخنیوي لپاره زیات کار د کورنۍ دننه په کار دی.
دوی وايي، میندې او پلرونه باید ماشومانو ته د ملګرتیا او د هغوی د ساتنې احساس ورکړي. بل دا چې والدین باید ماشومانو ته پوره پام او توجه ورکړي او کله چې ماشومان له کوره بهر ځي، نو دوی ورسره هرومرو ولاړ شي.
د ساحل سازمان مشره منیزې بانو وايي، پر ماشومانو د جنسي تشدد د سزاګانو قانون باید ساده شي او خلک باید ډاډمن شي چې پولیسو او عدالت ته تګ یوه نتیجه لري. نوموړې زیاتوي چې که دا ټول اقدامات وشي، نو زیات امکان دی چې د ماشومانو د جنسي ځورونو پېښې کمې شي.
د فېسبوک تبصرې