د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دوو ګوندونو په هېواد کې د رڼو انتخاباتو غوښتنه وکړه


شېرپاو او خټک د فبرورۍ پر ۱۵مه په چارسده کې جلسې ته په وینا کې د رڼو ټاکنو غوښتنه وکړه.
شېرپاو او خټک د فبرورۍ پر ۱۵مه په چارسده کې جلسې ته په وینا کې د رڼو ټاکنو غوښتنه وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې دوو ګوندونو په پاکستان کې د پاکو او رڼو انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده.

د قامي وطن ګوند او ملي جمهوري غورځنګ مخکښه مشرانو د فبرورۍ پر ۱۵مه وویل چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په خپلو تګلارو کې ناکامه شوی دی نو ځکه دې بې طرفه او د ادارو له مداخلت پرته راڼه انتخابات وشي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو په چارسده کې د خپل ورور او سیاستوال حیات احمد خان شېرپاو د ۴۷م تلین په مناسبت جلسې ته په وینا کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ملاتړ وکړ.

د ملي جمهوري غورځنګ لوړپوړي مشر افراسیاب خټک ولسي غونډې ته وویل چې د اوسنیو کورنیو او بهرنیو مسلو د هواري لاره د ولس په خوښه منتخب حکومت او پیاوړی پارلېماني نظام دی.

د پاکستان حکومت د شېرپاو او خټک د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ویلي دي چې د هېواد د اقتصادي او نورو مسلو د هواري هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

د تحریک انصاف په تېره څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې د هېواد اقتصادي وضعیت خراب شوی دی خو حکومت وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دی.

پي ډي اېم او ځینې نور اپوزیشن ګوندونه دا تور هم پورې کوي چې تحریک انصاف په ۲۰۱۸ز کال کې د درغلۍ له لارې واکمن شو خو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی دی. د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم وايي چې د هغه کال په جولای کې شوي انتخابات پاک او منصفانه ول.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم دا خبره تکراروي چې حکومت به یې خپله قانوني پینځه کلنه موده پوره کوي او په ۲۰۲۳ز کال کې به بیا انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG