د خیبر ضلعې سیاسي ګوندونه وايي د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدو باوجود د سیاسي هلو ځلو اجازه نه ورکول کیږي او د بیان پر ازادۍ لا هم بندیزونه دي.
دوی وايي چې کله هم خپلو جلسو او غونډو ته صوبایی یا مرکزي رهبران وربولي نو انتظامیه ورته مختلف جوازونه پیدا کړي او قبایلي ضلعو ته یی نه ورپریږدي.
د پاکستان پیپلز پارټۍ د خیبر ضلعې مشر حضرت ولي اپرېدی وايي په خیبر کې پر سیاسي هلو ځلو باندې بندیزونه دي. نوموړی زياتوي: "حکومتي ګوند خپلې غونډې کوي خو بلې پارټۍ ته اجازه نه ورکوي، ژوندی ثبوت یې دا دی چې تېره اوونۍ عوامي نیشنل پارټۍ ته په لنډي کوتل کې د جلسې اجازه ور نه کړل شوه، جلسه یې ورسبوتاژ کړه، اوس خو ایف سي ار نشته، اوس خو قبایلي ضلعو ته ټول ایین غځېدلی دی، نو قبایلي ولس ته ولې دا ازادي نه ده حاصله چې سیاسي هلې ځلې تر سره کړي؟ زموږ سره چې د فاټا د انضمام په وخت کومې وعدې شوې وې، هغه نه دي پوره شوي."
د جمیعت علما اسلام ف ډلې د قبایلي ضلعو ویاند جهاد شاه اپرېدی وايي چې دوی یوازې خیبر نه بلکې وزیرستان ته له ننوتو هم څو څو ځله منع کړل شوي دي. نوموړی زياتوي: "څه موده مخکې راسره د قامي اسمبلې غړي مفتي عبدلشکور هم په ګاډي کې موجود و. شمالي وزیرستان ته چې ننوتو، پر چیک پوسټ مو ورسره ځانونه معرفي کړل خو له هغه ځایه یې راستانه کړو او یوې سیاسي غونډې ته یې پرې نه ښودو، چې فاټا نه وه ضم شوې دومره سختي نه وه، اوس ډېره شوې ده.''
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر ضلعې یو مشر عبدالواحد اپریدی بيل وايي: ''که موږ د دغې سیمې د خلکو د روزګار، تجارت او د بینادي انساني حقونو خبره کوو نو دا پر دې ریاست ښه نه لګي. موږ به خپله مبارزه نه پرېږدو. نن یې پر خیبر رایسار کړو، سبا له مومندو ته ځو، بله ورځ باجوړ ته ځو، موږ څوک له خدمته نه شي اړولی، موږ به یې مقابله کوو او له دې سوچ نه مو څوک نه شي اړولی.''
دا هم وګورئ:
منظور پښتین مومندو ته پرې نه ښودل شو'د فاټا انضمام پس هم د قبایلي ولس بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي'''د فاټا ولس له لویې قانونې تشې سره مخامخ دی''د لنډي کوتل د وکیلانو اتحادیې مشر ایډوکېټ لیاقت شینواری وايي، د سياسي ګوندونو اېکټ ۲۰۰۲ قبایلي ضلعو ته غځیدلې او تر دې لاندې قبایلي ولس د ملک د نورو بندوبستي ضلعو د خلکو غوندې دا حق لري چې سیاسي ګوندونو کې ګډون وکړي او هلته جلسې جلسونه وکړي او په دې کې د تګ راتګ ازادي او د بیان ازادي هم ورته حاصله ده. نوموړی زياتوي: "د قانون په دایره کې د دې هر څه ازادي شته، که ځایي انتظامیه یې نه پرېږدي نو دوی به څه مناسبه وجه ښيي چې جلسو ته اجازه نه ورکوي او که مناسب جواز ورسره نه و موجود نو بیا دا د سیاسي پارټیو حق تلفي ده او دا غېر ايیني او غېر قانوني ګام دی."
بلخوا د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې دوی په دې وروستيو کې د کورونا وايرس وبا د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د خونديتوب تر لارښوونو لاندې ځینو سیاسي ګوندونو ته په خیبر ضلع کې د جلسو اجازه نه ده ورکړې او دوی هيچا له سیاسي هلو ځلو څخه نه دي منع کړي.