په خوست کې د ښوونکو کمښت له امله د ښوونځیو د تړل کېدو اندېښنه

دوی وايي، که د ښوونکو د کمښت ستونزه حل نه شي، نو ممکن تر راتلونکو لسو ورځو د حکومتي ښوونځیو دروازې وتړل شي.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي، د ولایتي شورا غړي او د ښوونځيو مدیران وايي، که د روان ښوونیز کال لپاره په دې ولایت کې د ښوونکو کمبود پوره نه شي، نو د ښوونځیو دروازې به وتړل شي.

دوی د مارچ پر ۳۱مه په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمیر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي.

د کنفرانس ویناوالو دا هم وویل، داسې ښوونځي شته چې له ۲ رزه ډېر زده کوونکي او پنځوس شعبې لري خو رسمي استادان یې یوازې څلور دي.

که د استادانو د کمښت غم ونه شي نو په راتلونکو ورځو کې ښايي ډير ښوونځي وتړل شي
د پوهنې رییس

نور کلونه به د نوي ښوونیز کال له پیل وړاندې ښوونځیو ته حق الزحمه ښوونکي ګومارل کیدل، خو د چارواکو په وینا د تېر کال راهیسې د پوهنې وزارت او ولسمشری ماڼۍ د ګډې پرېکړې پر بنسټ د حق الزحمه او قراردادي ښوونکو ګومارل بند شوي دي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، که د ښوونکو د کمښت ستونزه حل نه شي، نو ممکن تر راتلونکو لسو ورځو د حکومتي ښوونځیو دروازې وتړل شي: "د پوهنې ریاست اړوند ټول ښوونځي دا مهال د ۲۵۰۰ ښوونکو د شدید کمبود سره مخامخ دی، که چیرې د پوهنې وزارت او د ولسمشری ماڼۍ په ګډه دې لپاره حل لاره پیدا نه کړي، نو زموږ اټکل دادی چې په راتلونکو لسو ورځو کې به ګڼ ښوونځي وتړل شي او موږ به ونه شو کولی چې د با کیفیته روزنې لپاره زده کوونکو ته د نن ورځې د غوښتنو سره سم شرایط برابر کړو."

د خوست د پوهنې رئیس زیاته کړه، تېره اونۍ ولسمشر یو ولایت ته د ښوونکو۴ زره نوي بستونه انتقال کړل. دده په وینا ښه به داوی چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته د بستونو په انتقال کې د عدالت څخه کار اخیستل شوی وای.

دا هم وګورئ: د سویل ختیځ زون لسګونو نجونو او ځوانانو روغتیايي زده کړې وکړې

د پوهنې رئیس دا هم وویل، ۷ کاله کیږي، چې زده کوونکو ته نوي کتابونه نه دي ورکړل شوي او پوهنې وزارت دې ستونزې ته حل لاره نه ده پیدا کړې.

د خوست ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني هم په خپلو خبرو کې د پوهنې پر وزارت او ولسمشری ماڼۍ غږ وکړ، چې په خوست کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي.

ده وویل، که چیرې په دې اړه اقدام ونه شي او ښوونکي د ښوونځیو دروازې وتړي بیا دوی او خلک د ښوونکو تر څنګ دریږي، چې د داسې حالت د پيښیدو مسوولیت به اړوندو ادارو ته متوجه وي.

په خوست کې د ازادۍ مینې د هلکانو د مرکزي لیسې امر قاسم جان ساحل وویل، دوی څرنګه کولای شي، چې ۲نیم زره زده کوونکو ته، چې په ۵۰ شعبو کې دي، په ۴ رسمي ښوونکو زده کړه ورکړي؟

قاسم جان ساحل زیاتوي: "موږ پنځوس شعبې لرو او دې لپاره یوازې ۴ رسمي ښوونکي لرو، دا په هیڅ شکل نه کیږي، چې موږ په ۴ ښوونکو ۵۰ شعبې کنټرول کړو، د ریاست په اوسنۍ پرېکړه کې د ښوونځي مدیر ته ۱۲ ساعته ورکړل شوي دي، سرښوونکو ته ۱۸ ساعته ورکړل شوي دي، د څاروندوی او سپورټ ښوونکو، لبرانټ دا ټول به تدریس کوي، نو چې لابراتور بند وي، نو عملي تجربې به څه ډول وشي؟"

دا هم وګورئ:

خوست: زده کوونکي غواړي‌ چې ښوونیز بهیر پوره پیل شي د خوست په ښوونځيوو کې د نيالګيوو کښېنولو بهير پېل شوخوستي ماشومان د سولې او ښې راتلونکې په هیله زده کړې کويخوست: سرکي بوړيو کې د زده کوونکو لپاره درې پوړيزه ودانۍ جوړه شوې

د چارواکو په وینا د خوست په حکومتي ښوونځیو کې شاوخوا ۲۶۰ زره تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۴نیم زره رسمي ښوونکو له خوا روزنه ورکول کیږي.

په دې ولایت کې تېر کال کې هم حق الزحمه ښوونکي ونه ګومارل شول او سږ کال چې د ښوونیز کال له پیله لس ورځې تیریږي، د ښوونکو د ګومارنې په اړه کوم واضح تصمیم نه دی نیول شوی.

په خوست کې پروسږکال ۸۰۰ ښوونکو په رضاکارانه توګه ښوونځيو کې د لوستونو په پرمخبیولو کې همکاري وکړه.