د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: زده کوونکي غواړي‌ چې ښوونیز بهیر پوره پیل شي


د افغانستان په خوست کې زده کوونکي‌ وايي چې حکومت دې تعلیمي هلې ځلې په پوره توګه پیل کړي
د افغانستان په خوست کې زده کوونکي‌ وايي چې حکومت دې تعلیمي هلې ځلې په پوره توګه پیل کړي

خوست - په خوست کې د ښوونځیو زده کوونکي له افغان حکومت غواړي چې د خصوصي ښوونځیو او په حکومتي سکټور کې د یولسمو او دولسمو ټولګیو د زده کوونکو په شان دې ټول ښوونیز بهیر په حضوري بڼه پیل شي.

دوی یادې غوښتنې د اګست پر ۲۲مه د کرونا وایرس د ګواښ له کبله د تړلو ښوونځیو د یوې برخې د بیرته پیلیدو په پار جوړه شوې غونډه کې مشال راډيو ته وکړې.

د روغتیا وزارت د طرحې پر بنسټ له پنځه میاشتيني قرنطین وروسته د شنبې په ورځ د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم او خصوصي ښوونځیو د ټولو ټولګیو حضوري زده کړې پیل شوې.

د خوست د بیلابیلو ښوونځیو نجونې او هلکان زده کوونکيوايي د کرونا وایرس د پيښو په کمیدو ټول کاروبارونه پیل شوي، خو یوازې روزنیز او ښوونیز بهیر تړلی پاتې شوی چې له پوهنتونونو وروسته یوه برخه يې د اګست په ۲۲مه پیل شوه.

خوستیو زده کوونکو د یادو ټولګیو د لوستونو په پیلیدو خوشالي څرګنده کړه ، خو ويې غوښتل چې د ټولو زده کوونکو لوستونه دې پیل شيتر څو روان ښوونیز کال يې ضایع نشي.

د حلیمې او خدیجې په نومونو دوې زده کوونکې وايي، دوی ټول کال بې لوسته نشي تیرولی.

په ټوله کې له زده کوونکو او خلکو سره یوه انديښنه داده، چې زده کوونکي به څنګه وکولی شي، د قرنطین په موده کې د تېرو پنځو میاشتو لوستونه زده کړي؟

د قدرت الله عظیم په نوم د الفتح لیسې یو زده کوونکی ددې چاره دا بولي، چې زده کوونکي دې په لومړي ګام کې په راډیويي ښوونځي او تلویزیوني زده کړو تمرکز وکړي او مطالعه دې روانه وساتي.

د لوستونو د وخت د جبرانولو په اړه د خوست د یوې لیسې ښوونکی کریم الله نظیري وايي، ښوونکي دې خپل ښوونیز بهیر داسې عیار کړي، چېله یوې خوا زده کوونکي د ډېرو درسونو حوصله پیدا کړي او بل لوري ته رامنځته شوې پنځه میاشتنۍ درسي تشه جبران شي.

دی وايي، دا کار به ځکه ډېر ستونزمن نه وي، چې نیم ښوونیز کال راتلونکي لمریز کال ته پاتې کیږي.

د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دې سمستر زده کړې به د لیندۍ تر ۱۵مې داوم ومومي او تر ازموینو وروسته به د مرغومي په لومړی نیټه پای ته ورسیږي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، دویم سمستر د راتلونکې ز کال د مارچ په ۵مه پیلیږي او د مې تر ۲۱مې دوام پیدا کوي.

د چارواکو په وینا د خوست په ۳۶۰ حکومتي ښوونځیو کې خواوشا ۳۰۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي، خو تر څنګ يې ددې ولایت په ۱۳۰ خصوصي ښوونځیو کې چې د ټولو صنفونو درسي بهیر يې پیل شو،۴۵ زره زده کوونکيپر زده کړو بوخت دي.

د خوست د ښوونځیو دریمه برخه زده کوونکې نجونې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG