خیبر انتظامي چارواکو د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي،د تورخم په دروازه به بندیزونه دم ګړۍ په خپل حال وي.
د پاکستان حکومت د مې میاشتې له پنځمې نېټې راهېسې د کورونا د مخنیوي په خاطر د تورخم په دروازه په تلو راتلو بندیزونه لګولي. افغانان پاکستان او پاکستانیان افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.
د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د کورونا د څار مرکز « اېن ـ سي ـ او ـ سي» لخوا ورته امر شوی چې تر اعلانه پورې دې په تورخم کې بندیزونه په خپل حال وساتل شي. بل پلو عام خلک او سوداګر د لارې بندیدو له وجې شکایت کوي چې په ستونزو کې راګېر دي.
د تورخم انتظامي چارواکي وايي، د کورونا وبا له بندیزونو وړاندې به هره ورځ د یوې اندازې ترمخې د ۱۰ زرو په خواو شا کې خلکو د تورخم په دروازه د افغانستان او پاکستان ترمینځ تګ راتګ کولو.
د تورخم دروازې له بندېدو بې روزګاري زیاته شوې
په تورخم کې کار کونکې مزدوران وایی هلته لومړۍ د پولې سمبالولو پالیسۍ او بیا د کورونا وبا ټولبند او محددویتونو ډیر وځپل، د دوی کار یې په ټپه درولی او په خپلو کورونو کې بې روزګاره ناست دي.
د تورخم مزدوران وایي، په تیرو وختونو کې به په تورخم دروازه د ورځې دوه یا درې ځل یوازې په راهدارۍ کارډ باندې دواړو غاړو ته تلل راتلل له مساپرو سره به یی ګنډې وړې راوړې، ځینو به پکې په وړه کچه تجارت کاوه چې یو څه منافع پکې پیدا کړي خو اوس ورته په پاسپورټ باندې په بیا بیا ورتلو او وتو ستونزې جوړې دي او د کورونا محدودیتونو یی هم پر کار ډېر اثر کړی او د کسټم او محصولاتو جمع کیدو پرته ورته د مالونو وړو راوړو اجازه نشته.
د یوې اندازې مطابق په تورخم کې څه باندې پینځه زره مزدورانو کار کاوه.
په تورخم کې د مزدورانو د اتحادیې صدر فرمان الله شینواری مشال ريډیو ته وايي، په دې سیمه کې د خلکو د ګټې وټې یوازبنۍ سرچینه پر تورخم دروازه مزدوري ده، د پاکستان او افغانستان ترمینځ پرې وړې تجارتي ګنډې وړي راوړي، د کرښې دواړو غاړو پښتنو ته یی ګټه وه، دا د ریاست ذمه واري ده چې خلکو ته روزګار ورکړي. خو ریاست ترې شته روزګار هم واخیست،
دا هم وګورئ:
پر تورخم د تګ راتګ بندیزونه تر ناڅرګندې نېټې وغځول شولافغانستان کې ایسار پاتې سلګونه پاکستانیان په تورخم واوړېدلپر ډېورنډ کرښه اغزن تار د دواړو خواوو ولسونو ژوند ګران کړید ننګرهار چارواکو پر تورخم د غیرقانوني مالونو پر وړونکو بندیز اعلان کړنوموړي پر حکومت غږ وکړ، پکار ده په تورخم د اسنادو او کورونا بندیزونه ختم کړل شي.
په تورخم کې په وړوکې کچه کاروبار کونکې یو تن اسرار احمد شینواری په دعوه سره وايي چې دا مهال یوازې د وړو ګنډو مزدورانو ته مشکلات جوړ شوي دي، خو په لویه کچه سمګلنګ روان دې او د کسټم او محصولاتو پرته پرې لوی تجاران مالونه وړي راوړي. یو مزدور یا وړوکۍ تجار یوازې څلور یا پینځه کلو مال پرې له افغانستان نه پاکستان ته راوړي یاني په دې کې شېپمو، صابن او شنې چای یا وچه میوه وي. په دې خو څه بندیز نه دی پکار. په دې خو څه دومره ټیکس یا محصولات نشته، دا خو د لاس ګنډې دي او په هره پوله آزادې وي، په دې کې زموږ خلک د ورځې پینځه شپږ سوه روپۍ ګټي او خپل کور پرې ساتي، که د سمګلنګ خبره وي نو په سمګلنګ کې حکومت له لویو تجارانو سره په خپله شریک دې د شپې مهال پرې د مالونو ډک کنټینر بغیر له ټیکسه او محصوله رااوړي، ډېره منافع ورته پاتې شي او بیا یی په خپل مینځ کې نیموي.
د خیبر ضلعې یو قومي او سیاسي مشر شاه حسین شینواری وایي، که حکومت په تورخم کې د غریبو خلکو پر کار روزګار بندیز لګوي، نو پکار ده بیا متبادل روزګار ورکړي، که داسې نه وي نو بیا خو به له دې سره امن وامان یوځل بیا خراب شي خلک به احتجاجونه کوي او د نشي توکیو سمګلنګ به کوي او دغیرقانوني کارونو طرف ته به ځي.
دا سمګلینګ نه د ځايي ولس کاروبار دی
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهدالله شینواری وایي، په ټوله نړۍ کې پر پولو باندې میشتو ولسونو ته په مخصوص مقدار کې په وړه کچه د کسټم او محصول پرته د تجارتي مالونو وړو راوړو اجازه وي نو پکار ده پر تورخم هم له خلکو سره نرمي وکړل شي.
د نوموړي په خبره یوازې د پاکستان او هند پر پولو نه بلکې د یورپ، کوریا او منځنۍ اسیا پر پولو داسې ډېر مالونه خلک وړي راوړي چې ټيکس او محصولات پرې نه جمع کوي او دوی ته اجازه وي، دا په ډېر لږ مقدار کې وي. او دې ته ځه سمګلنګ نه وایم دا ځکه چې دا وړوکی کاروبار د پوله میشتو ولسونو د ګټې وټې یوازینۍ سرچینه وي.
سرکاري دریځ
د دې بندیزونو په اړه په تورخم کې د کسټم چاواکي وایي، فاټا او په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوې او د مالیې راټولو وفاقي ادارې (فیډرل بورډ آف ریونیو) تر قوانینو لاندې هېچا ته اجازه نه شي ورکولی چې پر دې پوله د محصول پرې کولو پرته مالونه یا وړې ګنډې وړي راوړي.
د چارواکیو په وینا چې څوک هم د محصول پرته ګنډې راوړي، دا سمګلینګ ګڼل کېږي او پر دې بندیز دی. دوی دا تورونه هم رد کړل چې ګنې لویو تجارانو ته یې د سمګلنګ اجازه ورکړې ده.
په تورخم کې په ۲۰۱۶ز کال د پولې سمبالولو پالیسې عملي شوه او پر دې پوله د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ولسونو لپاره په پاسپورټ او ویزا باندې تګ راتګ لازمي شوی دی.
د پاکستان امنیتي ادارې وایي، دغه پالیسي یې په تورخم د امنیت په خاطر عملي کړې چې پر دې پوله د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د تورخم انتظامي چارواکي وایي، دا مهال پر تورخم د توکیو لېږد رالېږد قانوني دی او د کورونا وبا محدودیتونو پرې څه اثر نه دی کړی خو سمګلینګ ته اجازه نه شي ورکولی.