د تورخم انتظامي چارواکي وایي، د کورونا وایرس وبا څار قامي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) ورته د مې پر ۲۰مه لارښوونه کړې چې هلته دې د مې میاشتې له پینځمې نېټې لګېدلي محدودیتونه پر ځای وساتي.
له تازه لارښوونو سره سم، د افغانستان او پاکستان وګړي پر تورخم دوازه د خپلو هېوادونو پرته تر ناڅرګندې نېټې تګ راتګ نه شي کولای.
د تورخم انتظامیه وایي، په افغانستان کې ایسار پاکستاني وګړي چې په تورخم وره ورننوځي نو د کووېډ-۱۹ ټيسټ به یې کېږي، که مثبت وي نو بیا به د لواړګي په روغتون کې اته ورځې قرنطینېږي.
د خیبر سرکاري روغتون مشر ډاکټر ایوب اپرېدی وایي، پر تورخم به د مې میاشتې له ۲۰مې طبي ډلې خپله دنده پر مخ وړي.
نوموړی وايي، دا مهال د کورونا وایرس ناروغۍ علامات لرونکي کسان ټېسټ کوي.
ډاکټر ایوب اپرېدی زیاتوي، د مې میاشتې له پینځمې نېټې له لګېدلو محدودیتونو راهیسې به پر تورخم د ورځې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې پاکستاني وګړي وراوښتل خو د اختر په ورځو کې کم کسان ورغلل او د خلکو ورتګ ډېر کم شوی دی.
اېن سي او سي په بیان کې ویلي، له افغانستانه یوازې بیړني (ایمرجنسي) ناروغان لومړی په تورخم کې د "پاک-افغان دوستۍ روغتون" ته لېږدوي چې هلته یې د ناروغۍ تصدیق وشي نو بیا پاکستان ته د علاج لپاره تللی شي.
همدا رنګ، افغانان له یوې مخې پر تورخم وره د کووېډ-۱۹ ټېسټ له ښوولو پرته خپل هېواد ته اوښتای شي.
یو افغان زده کونکی محمد جاوېد له دې وېرې د اختر په مهال افغانستان ته نه ولاړ چې پر تورخم به یې د ستنېدو پر مهال ورپرېنږدي. نوموړی زیاتوي پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې کمې شوې دي، نو په کار ده چې پر تورخم بندیزونه نرم شي چې خلک تګ راتګ وکړای شي.
یو بل افغان ګل بشر هم دغه مشکل بیانوي او وایي له دې وېرې خپل کلي ته نه ولاړ چې په ستنېدو کې به یې ایسار کړي.
په افغانستان کې په سلګونه پاکستاني وګړي هم کاروبار او نوکرۍ کوي چې هلته ایسار پاتې دي او له دې وېرې پاکستان ته نه شي اوښتی چې بیا به افغانستان ته نه شي ورتللی.
چارواکي وایي، له یوه اټکل سره سم، پر تورخم به هره ورځ په پاسپورټ او ویزه لږ تر لږ ۱۰،۰۰۰ کسانو تګ راتګ کاوه او ډېره ګڼه ګوڼه به وله خو اوس چې دغه محدودیتونه لګېدلي نو د خلکو په تګ راتګ کې ورسره ډېر کمی راغلی دی.
په تورخم دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګول شوي چې په وروستیو کې په پاکستان کې د درېیمې څپې پر مهال د کورونا وایرس په پېښو کې زیاتوالی راغلی وو خو اوس ډاکټران وایي، هلته پېښې کمې شوي دي او د مرګونو شمېر هم ټیټ شوی دی.
اېن سي او سي ویلي، په مکمله توګه د تورخم وره بیا پرانیستو په اړه به بله غونډه کوي خو لا یې نېټه نه ده اعلان کړې.
د فېسبوک تبصرې