د امریکا مرستیالې ولسمشرې، کاملا هیرس په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو سره د روان چلند په اړه اندېښنه ښودلې.
هیرس د سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی نو ځکه طالبان څاري څو ډاډه شي چې هلته له نجونو او ښځو ملاتړ کېږي. "له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو په برخه کې زموږ یو له لویو مسایلو په حقیقت کې همدا ټکي دي چې د ښځو او نجونو وضعیت، له دوی سره چلند، زدهکړو ته د دوی لاسرسی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه زموږ د اندېښنو یادونه چې موږ باید د دې په اړه څه وکړو. له همدې امله دا واقعي مسایل دي او په دې برخه کې د پوښتنې څه نهشته."
طالبانو څو ځل ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو پر وړاندې به ستونزې نه جوړوي خو د حکومت له پیل راهیسې یې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زدهکړې او کار بندیزونه لګول شوي.
دا هم وګورئ:
''افغانستان کې نېږدې دوه زره ښځینه خبریالانې بېروزګاره شوې''کابل کې لاریون: عدالت او برابري غواړوبخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د تشدد ځپلو ښځو لپاره خدماتي سیسټم له منځه تللیبشري حقونو څار سازمان: د ښځو په اړه د طالبانو د رهبر فرمان اساسي ژمنه نه لريکه څه هم د طالبانو يو وياند بلال کريمي د دیسمبر په ۲۷مه مشال راډيو ته ويلي چې د ټولو افغانانو که نر دی که ښځې، حقونو ته احترام لري خو دوه ورځې مخکې د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت د ښځو د سفر په برخه کې هم محدودیت وضع کړی دی. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، ښځې له محرم پرته له ۴۵ میله ډېر سفر نه شي کولای.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هېدر بار دا پرېکړه د افغان ښځو د زنداني کېدو په معنی بللې. هغې د فرانس ۲۴ ټيليويژن سره په خبرو کې ویلي: "دا د ښځو پر وړاندې د هغو فرصتونو مخه نیسي چې ازاد حرکت وکړي، له یوه ښار بل ته ولاړې شي، سوداګري وکړي او یا هم که چېرې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، فرار وکړي."