د قبایلي ضلعو د مځکو ډېجېټل ریکارډ جوړېږي

د پاکستان قبایلي ضلعې په نقشه کې، انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د مځکو د ریکارډ محکمه وايي چې د قبايلي ضلعو د مځکو ریکارډ د جوړېدو په حال کې دی.

د مځکو د ریکارډ صوبايي محکمې مشر اعجاز الرحمان د جون پر ۲۴مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د حلقه بندیو، زړو اسنادو، پخواني ریکارډ او د ملکيتي دعوو په بنیاد دا ریکارډ ترتیبوي.

نوموړي وویل چې دا مهال د اوو ډويژینونو ریکارډ د جوړېدو په حال کې دی، په دغو کې يو د باجوړ، یو د خيبر، دوه د کورمې، او یو د اېف ار کوهاټ ډويژن شامل دي. د نوموړي په وینا، په دغو سیمو کې چې کله دا ریکارډ جوړ شي نو د ځمکو ملکیت به هم واضحه شي او دا به ټول ډيجيټل ریکارډ وي.

دا هم وګورئ: په کورمه کې د دوو قبيلو ترمنځ جګړه کې يو تن وژل شوی

دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو کلونو نه په ځينو قبايلي سیمو کې د ځمکو پر سر جګړو کې د مرګ ـ ژوبلې پېښې هم مخې ته راغلې دي.

د خيبر پښتونخوا سياسي مشرانو، پارلیماني استازو او قانون پوهانو وخت په وخت په قبايلي ضلعو کې د مځکو د لانجو د هوارولو غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۱۸ز کال کې د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته په دې سيمو کې د مځکو پر سر د قبيلو ترمنځ جګړو سر راپورته کړی دی. قبايلي مشران، شنونکي او قانون پوهان د دغو شخړو تر شا بنیادي سبب په ضم شويو قبايلي ضلعو کې د ځمکو د ریکارډ نشتوالی یادوي.