د خیبر پښتونخوا حکومت په لومړي ځل اعلان کړی چې د کووېډ-۱۹ واکسین به له پينځو تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته هم لګوي.
تر دې وړاندې هغو ماشومانو ته دا واکسین ورکول کېدل چې عمرونه یې لږ تر لږه ۱۲ کاله ول.
په خیبر پښتونخوا کې د کورونا او د ماشومانو د نورو ناروغیو د واکسینونو د ادارې مشر ډاکټر محمد عارف پرون (د سېپټمېبر پر۱۹مه) مشال راډیو ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر بیا په زیاتېدو دی نو ځکه دوی لازمه وګڼله چې د کورونا واکسین پينځه کلنو ماشومانو ته هم ورکړي.
دا هم وګورئ:
پاکستان کې کور په کور د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر پیل شویخيبرپښتونخوا حکومت: د کورونا واکسین انکاریانو باندې به بنديزونه لګول کېږيد پاکستان حکومت له خلکو غوښتي چې ځانونه واکسین کړيکورونا وايرس: پاکستان کې ۷۰ ميليونه کسان بشپړ واکسين شوينوموړی زیاتوي، په نورو صوبو کې پينځه کلنو ماشومانو ته د واکسینو د ورکولو لړۍ د سېپټېمبر له ۱۹مې پیل شوې خو په خیبر پښتونخوا کې به دا لړۍ له نومبر میاشتې پیلوي.
د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې چارواکي وايي، د واکسینو ورکولو بهیر به د روغتونونو ترڅنګ په سکولونو کې هم روان وي.
په پاکستان کې تر ۱۳۰ ميليونو زیات کسانو د کورونا دوه واکسینونه لګولي دي.
په دې هېواد کې د سېپټېمبر تر ۲۰مې پورې تر ۱۵ لکه او څه دپاسه ۷۱ زره زیات کسان په کورونا وايرس اخته شوي، ۳۰،۶۰۷ ورڅخه مړه شوي، خو ۱۵ لکه او څه دپاسه ۳۶ زره کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.