پاکستاني چارواکيوايي پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.
د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د دیسمبر په ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټریفیکي ستونزې به هواروي.
توخم او چمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ هغه لارې دی چې تر ټولو زیاته سوداګري پرې کيږي. خو ځيني وختونو د دواړو خواوو تر منځ د نښتو او وېزواړونده ستونزو له امله پرې تجارتي راکړه ورکړه کميږي.
دا هم وګورئ: سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې وړې لارې هم پرانیستل شيخو یاور حیات وایي په راتلونکې کې د داسې مشکلاتو مخنيوي لپاره یې طالب چارواکو سره خبرې کړې دي. هغه زیاتوي: "موږ د ورځې ۴۰۰ ګاډي کليير کوو. طالب چارواکو سره مو یو شمیر غونډې وکړي او له دوی مو وغوښتل چې زمونږ د ګاډي دې لږ زر اخلي او د پولې هغې غاړې ته دې په ګمرک کې د کلیرینس عمل تیز کړي. دوی موږ سره ژمنې وکړې چې همداسې به کوي."
طالبانو تر اوسه د دې غونډو په اړه څه نه دې ويلي. حيات زیاته کړه چې په تورخم کې د پاکستان غاړې ته يو نوی ټرمېنل جوړيږي او د تعميراتي کار له امله ورسره ځای کم دی نو ځکه یې تجارتي ګاډي د خیبر درې پر لاره ودرولي دي.
د پاکستان کسټم ادارې له خوا جاري کړل شوو شمیرو تر مخه د تیر کال په پرتله په تورخم دروازه افغانستان سره د پاکستان ایکسپورټ یا صادرات زیات شوي په کال ۲۰۲۱ کې په جولای، اګست او سپټمبر کې اخیستل شوو شمیرو ترمخه د خوا وشا ۹۰ میلیونه ډالرو سامانونه صادر شوي وو. د ۲۰۲۲ کال په جولای، اګست او سپټمبر کې دا شمېره ۱۶۱ ميليونه ډالر ښودل شوې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کوونکی، واحد خان شينواری وايي که ځيني اصلاحات وشي، دا سوداګري نوره هم زیاتېدلی شي. هغه د دیسمبر په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د ټرکونو د وزن کولو تلې باید زیاتې شي: "اوس يو ګاډی په اوو يا اته ورځو کې افغانستان ته اوړي. اوسمهال يوه تله شته دی. که دا درې شي نو ګاډي به ژر ژر ځي."