د غر ښوييدو له وجې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ مهمه لاره بنده شوې ده

په شیراني کې د ژوب خوا ته تللی سړک - انځور له ارشیفه

د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ترمنځ پر ډيره اسماعيل خان سړک د غر لوييدو له وجې لار بنده او ګاډي ولاړ دي.

د ژوب او شیراني ضلعو چارواکيو مشال راډيو ته ويلي‌چې د اپريل له لومړۍ نېټې، بندې شوې دې لارې د پرانیستلو کوښښ‌ روان دي خو ممکن لا هم څو ساعتونه ونیسي.

د شیراني ضلعې ډپټي کمیشنر حضرت ولي کاکړ د اپريل پر دويمه، ځايي خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې لوی مشینونه یې د سړک پاکولو او ډبرو ليرې کولو لپاره ليږلي دي. هغه زیاته کړه چې تر دم ګړۍ پورې د سړک په خلاصولو کې بریالي شوي نه دي. نوموړي وايي چې تېره شپه د دانه سر پر غره کوم باران شوی دی، د هغه له وجې ځای پر ځای غر راشکیدلی دی او لويې لويې ډبرې پر سړک پرتې دي.

د نوموړي په وینا له غره د ډبرو د غورځېدو له وجې يو ټرک ته زیان رسېدلی او ۲ کسان زخميان شوي دي. په شیراني ضلعي روغتونو کې د دغو کسانو درملنه روانه ده.

د چارواکو په وينا پر دې لاره هره ورځ له شل زرو څخه تر پينځه ویشت زرو پورې ټرکونه او نور ګاډي ځي راځي. حضرت ولي کاکړ زیاته کړې چې د سړک په خلاصولو کې به وخت لګیږي نو تر څو چې حکومت اعلان نه وي کړی، تر هغه دې پر دغه لاره سفر نه کوي.

بل لورته ډیر ګاډي بیرته ګرځیدلي او خپل سفر یې د پنجاب او خیبرپښتونخوا په لور سفر یې د لورالای له لارې پیل کړی دی. خو ځيني کسان چې په لاره کې بند پاتې دي، اندېښمن دي چې په دغه سیمه کې کوم هوټل نشته نو حکومت باید ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د مشال راډیو سره په خبرو کې د شیراني ډپټي کمیشنر حضرت ولي کاکړ وویل چې د ۷۰۰ مسافرو لپاره د روژه ماتي انتظام شوی دی.